د روان کال په درېیمه ربع کي په ګمرکونو کي د تر سره سوو فعالیتونو تخنیکي ارزونه وسوه
د روان کال په درېیمه ربعه کي د ګمرکونو د وضعیت ارزوني په موخه تخنیکي ناسته تېره ورځ د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین ملا محمد ناصر اخند په مشرۍ، د یاد معینیت د غونډو په تالار کي جوړه سوه.
په دې ناسته کي د ګمرکونو لوی رئیس مفتي عبدالمتین سعید، د مالیې وزارت مقام د دفتر لوی رئیس انجینر سطان محمد زبیر، د مالیې وزارت مقام سلاکار خلیل صالحزاده، د ګمرکونو لوی ریاست مرستیالانو او د مالیې وزارت یو شمېر رئیسانو د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ګډون درلود.
له اجنډاء سره سم د ګمرکونو لوی ریاست د پلان جوړوني، پالیسۍ، څارني او ارزوني رئیس محمد وسیم عثمان له لوري په ګمرکونو کي د روان کال په درېیمه ربعه کي د تر سره سوو فعالیتونو په تړاو ټولیز راپور وړاندي سو او همدا راز په یاده موده کي د تېر کال په پرتله د عوایدو راټولېدو، د هیواد په ټولو ګمرکونو کي تر سره سوي سوداګرۍ، د وارداتي توکو ګمرکي ارزښت او د سوداګریزو محمولو د شمېر او ثبت سوي وزن په اړه غونډې ته بشپړ معلومات وړاندي کړل، چي په دې راپور کي د تېر کال په پرتله د ګمرکونو کړنې مثبتې ارزول سوي وې او د ستونزو د حل په موخه یې د ګمرکونو مسؤلینو ته سپارښتنه ورکړه چي رسیدنه ورته وکړي.
د مالیې وزارت مقام سلاکار ښاغلي خلیل صالحزاده د ګمرکونو د مسؤلینو د ښو فعالیتونو ستاینه وکړه او وې ویل چي د ملي عوایدو له ضایع کېدو څخه د مخنیوي او د سوداګرو ستونزو د حل په موخه دي د ګمرکونو مسؤلین له اړوندو ولایتي ادارو سره همغږي لا زیاته کړي.
ور پسې د ګمرکونو او عوایدو معین د ګمرکونو مسؤلینو له صادقانه کړنو څخه مننه وکړه او دوی ته یې سپارښتنه وکړه چي شته ستونزو ته رسیدنه وکړي. همداشان نوموړي وویل چي د ولایتي ګمرکونو مسؤلین دي د تشکیلاتو، تدارکاتو او په نورو برخو کي شته ستونزي زموږ سره شریکي کړي څو د حل لپاره یې اقدام وسي.
د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو هم په خپل وار سره په یادو ګمرکونو کي د شته ستونزو یادونه وکړه چي د اړوندو مسؤلینو له لوري پرې هر اړخیز بحث وسو او د حل لپاره یې لازمي پریکړي وسوې.