د ریاست الوزرا‌‌ء اقتصادي او اداري کمېسیونونو ته د بودیجې استماعیه وړاندې سوه

admin_mof
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۳ - ۱۸:۲۶
خبر

د مالیې وزارت له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د بودیجې هراړخیزه استماعیه د ریاست الوزراء اقتصادي او اداري مرستیالانو، محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخند او محترم مولوي عبدالسلام حنفي او د اسلامي امارت د کابینې د یو شمیر وزیرانو او مسؤلینو په حضور کي وړاندي سوه.

په دغه غونډه کي، چي د مالیې وزارت په خیبرصالون کي جوړه سوې وه، د مالیې وزارت د ملي بودیجې لوی ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال لپاره د بوديجې ترتيب سوی سند د ټولو ارقامو سره شريک سو، ددې تر څنګ د راتلونکي کال د عوايدو سطحه، احتمالي کسر، د لګښتونو پر کنټرول او  ځيني نورو مهموموضوعاتو باندي هم بحث وسو. 

تر تفصيلي استماعيې وروسته د ګډونوالو له خوا د ۱۴۰۲ مالي کال ملي بودیجې اړوند ټولو برخو کي پوښتني، نظریات او وړاندیزونه د ماليې وزارت سره شریک سول.

خبر

د بوديجې رياست به د همدې لارښونو په ړنا کي د بوديجې سند نور هم غني کړي او بیا به يې د تصويب لپاره د اسلامي امارت د کابینې سره شريک کړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۳۱
Background image

د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه ناسته وسوه

د غویي۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه، د چارو ادارې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې او د مالیې وزارت د استازو په ګډون د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵
Background image

د امارتي املاکو لوی ریاست پلاوي لغمان او ننګرهار ولایتونو ته سفر وکړ

د غویي۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د مالیې وزارت د امارتي املاکو د لوی رئیس الحاج حافظ عبدالقدیر حقاني په مشرۍ د دغه ریاست تخنیکي او مسلکي پلاوي لغمان او ننګرهار ولایتونو ته رسمي سفر وکړ. 
دغه پلاوي د. . .

BACK TO NEWS