د زلزله ځپلو خلکو لپاره د مرستو د جلب او ژر رسیدو په اړه د ګمرکونو لوی ریاست خبرتیا؛

admin_mof
اطلاعیه

ټولو اړوندو ادارو ته خبر ورکول کیږي، هغه اموال چې د مرستې په ډول د زلزله ځپلو لپاره د بهرنیو هیوادونو او سازمانونو لخوا تر سره کیږي او هیواد ته را لیږل کیږي، د ګمرکونو لوی ریاست د لا اسانتیا په موخه چمتو دی چې یاد مالونه له ځند پرته د اړوندې ادارې په تضمین ترخیص کړي تر څو مرستې ژر تر ژره مستحقو کسانو ته ورسول شي. 

له ټولو اړوندو ادارو څخه غوښتنه کیږي چې موضوع په رسمي ډول د ګمرکونو لوی ریاست ته واستوي او د یادو مرستو قانوني ګمرکي طی مراحل دې بیا وروسته بشپړ کړي.

د لا معلوماتو او په ګمرکونو کې د ستونزې پر مهال اړوندې ادارې کولی شي په لاندی شمېرو او ایمیل ادرس اړیکه ونیسی.

وټس اپ او تلیفون شمېره: 0700857560

بله شمېره: 0748857560

ایمیل ادرس:sajadnorzad123@gmail.com

وروستي اعلانونه

دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۸ - ۱۴:۵۹
Background image

د مستوفیتونو د نقدي حوالو، جنسي او پوهني د کنټرول مدیرانو ته روزنیز پروګرام پیل سو

د مالیې وزارت د بشري سرچینو ریاست او د خزاینو لوی ریاست په ګډه همکارۍ د هېواد په ۳۴ ولایتونو کي د نقدي حوالو، جنسي او پوهني د کنټرول مدیرانو لپاره انلاین

یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۹ - ۱۴:۵۰
Background image

د اضافي مالیې (مالیاتي جریمې) د معافیت خبرتیا!

د مالیې وزارت په وړاندیز او پر ملت او په ځانگړي ډول پر خصوصي سکټور باندي د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ځانگړي مهربانۍ او لورېيني له مخه ټولي اضافي

چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۱ - ۱۳:۵
Background image

د مالیې وزارت عوایدو لوی ریاست د مالي کال د بدلولو د غوښتنلیک خبرتیا

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معینیت اړونده د عوایدو لوی ریاست کورنیو او بهرنیو انفرادي او شرکتي سازمانونو ( محدودالمسؤلیت، تضامني، سهامي شرکتونو

Back to announcements