د عوایدو او ګمرکونو لویو ریاستونو نويو ګومارل سویو کارکوونکو ته "په امارتي ادارو کي عملي مدیریت" تر سرلیک لاندي روزنیز پروګرام ترسره سو.

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۶:۳۰
...........


د وري ۲۳مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د عوایدو او ګمرکونو لویو ریاستونو نويو ګومارل سویو کارکونکو له پاره "په امارتي ادارو کي عملي مدیریت" تر سرلیک لاندي روزنیز پروګرام ترسره کړ.
په دې تړاو ناسته، چي د عوایدو او ګمرکونو د ملي اکاډمۍ د غونډو په تالار کي جوړه سوې وه، د ګمرکونو لوی ریاست د قانون پلي کولو رئیس ښاغلي حافظ حضرت علي، د کارکوونکو چارو ریاست د استخدام آمر مفتي نیاز محمد منصور، د دعوت او ارشاد ریاست استازي مولوي وصیف احمد احمدی او یو شمیر مسئولینو ګډون کړی وو.
د کارکوونکو چارو ریاست د استخدام آمر وویل، چي د دې پروګرام په کارولو سره، کولی سئ، چي څنګه کارونه په اصولي او معیاري ډول ترسره کړئ او له وزارت سره د خپل هدف په ترلاسه کولو کي مرسته وکړئ، نو په دقت او زیار سره ئې وکاروئ او هغه څه چي تاسو زده کوئ د عمل په ډګر کي ئې پلي کړئ.
د ګمرکونو لوی ریاست د قانون پلي کولو رئیس په خپلو خبرو کي وویل، چي دا پروګرام د نظام د ساتني او بقا په موخه ترسره سوی دئ او تاسو د دې نظام د خدمتګارانو په توګه، دا پروګرامونه په احتیاط، اخلاص او ژمنتیا سره تعقیب او پلي کړئ.
د دعوت او ارشاد ریاست استازي وویل، چي تاسو د دې نظام له امتیاز څخه ګټه اخلئ او تاسي مکلف یاست، چي قوانین ئې پلي کړئ. له همدې کبله له مراجعینو سره ښه چلند وکړئ، خپلو دندو ته ژمن او له وظیفوي غفلت څخه مخنیوی وکړئ.
د یادوني وړ ده، چي یاد پروګرام به (۱۵) ورځي وغځېږي او په هغه کي به ګډونوالو ته د پلان جوړوني، سازماندهۍ، رهبرۍ، د انساني، مالي، طبیعي او اطلاعاتي منابعو کنټرول، د پروژو مدیریت، د خطر مدیریت، امانتداري او د نورو موضاتو په تړاو روزنه ورکړل سي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۵:۲۱
Background image

د مالیې وزیر هرات او فراه ولایتونو ته سفر وکړ

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند د خپلو رسمي ولایتي سفرونو په لړ کې دا ځل د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسئولینو په ملتیا هرات او فراه ولایتونو ته سفر وکړ.
نوموړي، د دغه سفر په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۳:۹
Background image

په تېرو دوو اوونیو کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول شوي دي

د غبرګولي ۲۸مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کې د کندهار، نیمروز، فراه، ننګرهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې په زیاته. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۴۰
Background image

د ننګرهار ګمرک کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمانونو د تشرېح او پوهاوي سیمینار پیل شو

د غبرګولي۲۳مه ۱۴۰۵هـ.ل
د ننګرهار ګمرک ریاست له لوري د دې ریاست او تورخم ګمرک آمریت (۲۰۰) کارکوونکو لپاره د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د فرمانونو د ښه تطبیق په موخه د. . .

BACK TO NEWS