د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ غړو د صنعت او سوداگرۍ وزارت له مسؤلینو سره وکتل

admin_mof
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۱ - ۱۲:۳۳
خبر

د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ غړو د صنعت او سوداگرۍ وزارت له مسؤلینو سره په یو شمېر مشترکو مسایلو خبري او د نظرونو تبادله وکړه.
په دې لیدنه کي د ماليې وزارت اړوند د عوایدو لوی ریاست عملیاتي مرستيال معراج محمد معراج، د عوایدو لوی ریاست تخنیکي مرستيال عبدالولي نوري، د عوايدو د سیسټم رئیس محمد جلال احمدزي، د غیر مالیاتي عوايدو رئیس امان الله امین او د صنعت او سوداگرۍ وزارت اړوند د نړيوالي سوداگرۍ لوی رئیس محمد زبیر دین پرور او ورسره مسؤلینو شتون درلود.
په دې لیدنه کي، د مشرتابه مقام عالي القدر اميرالمؤمنين حفظه الله د ۲۳/ ۱۰/ ۱۴۴۴ نېټې د (۳۷۵۸) گڼه حکم د تطبیق میکانېزم په اړه د گزارش وړاندي کولو، د سیسټمونو تړل کېدو، د سيسټمونو د معلوماتو سوچه ‌والي (Data Clean-Up) راپور وړاندي کولو او د صنعتي پارکونو د پیسو د لېږد عملي پلان په تړاو خبري وسوې.

خبر

.د یادوني وړ ده، چي په راتلونکو ورځو کي مراجعینو ته د لا اسانتیا لپاره د سیسټم په برخه کي د یو لړ عملي چارو د پیل ژمنه وسوه

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۵:۶
Background image

د چارو د لا همغږۍ او پرمختګ په موخه د اداري معینیت د رهبرۍ درېیمه ناسته وسوه

د مرغومي ۱۸مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د اداري معین مولوي دوست محمد مخلص په مشرۍ، په روان (۱۴۴۷) هـ.ق کال کي د اداري معینیت د رهبرۍ درېیمه ناسته د اړوندو رئیسانو په ګډون د دغه معینیت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۵:۳
Background image

د سپین بولدک په ګمرک کي (۲۳۵۰) کارټنه قاچاقي او بې کیفیته درمل وسوځول سول

د مرغومي ۱۷مه ۱۴۰۴هـ.ل

د کندهار ولایت د سپین بولدک په ګمرک کي (۲۳۵۰) کارټنه د خورا ښکته کیفیته لرونکي درمل، چي په قاچاقي لارو افغانستان ته راوړل سوي ول، د محکمې د حکم له مخي د کندهار. . .

BACK TO NEWS