د لومړي ځل لپاره په ګمرکونو کې د قیمت ګذارۍ پروسه الکترونیکي شوه

admin_mof
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۸ - ۸:۱۵
خبر

د ولسمشر د حکم له مخې او د ګمرکونو نړیوال سازمان او د سوداګرۍ نړیوال سازمان سره د افغانستان حکومت د ژمنو په اساس د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست په هیواد کې د لومړي ځل لپاره په مرکز او ولایتونو کې د قیمت ګذارۍ پروسه الکترنیکي کړه او تېره ورځ د ننګرهار په ګمرک کې د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، له لوري یې په رسمي ډول پرانېسته وشوه.

یاد سیستم چې پخوا په کتبي/کاغذي ډول طی مراحل کیده او دولس پړاونه په کې شامل و او له دو ورځو څخه زیات وخت ته یې اړتیا درلوده چې له الکترونیکي وکولو څخه وروسته ټوله پروسه اوو پړاونو او څو ساعتونو ته را کمه شوې ده. د قیمت ګذارۍ کارکونکي کولی شي له دې سیستم څخه په ګټې اخیستنې په یو کلیک سره هره پروسه بررسي کړي او د قیمت ګذارۍ پروسه طی مراحل کړي. همداشان یاد سیستم د ملي سوداګرو لپاره دا اسانتیا رامنځته کړی چې د افغانستان له هرې برخې څخه کولی شي د وارداتي توکو قیمت د اسیکودا په سیستم کې ثبت کړي.

خبر

 

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۴
Background image

د کورنۍ پلټني لوی رئیس او ورسره مل پلاوي یو شمېر لوېدیځو ولایتونو ته سفر وکړ

د غويي۵مه۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی رئیس ملا عصمت الله منیب په مشرۍ یوه پلاوي د چارو د ارزوني او د پلټني سپارښتنو د تطبیق د تعقیبولو په موخه د هرات، فراه او نیمروز. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۳۱
Background image

د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه ناسته وسوه

د غویي۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه، د چارو ادارې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې او د مالیې وزارت د استازو په ګډون د دې. . .

BACK TO NEWS