د مالياتي محاسبينو خبرتیا

admin_mof
اطلاعیه

د مالياتي چارو د ادارې قانون د دري دېرشمي ۳۳ مادې له مخه ټول مالیاتي محاسبین چي مالیه ورکوونکيو ته په مالیاتي چارو کي د مالیاتي مشورو، د مالیاتي اسنادو د چمتو کولو، د محاسبې اړوند او نور مالیاتي خدمتونه وړاندي کوي، د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست سره ثبت او بايد د مالیاتي محاسبینو جواز ولري.

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست په پام کي لري، چي د مالیاتي محاسبینو د ثبت او هغوی ته د جواز د ورکړې د څلورمي دورې بهير پیل کړي.

په همدې موخه هغه کسان چي د لاندېنيو شرايطو لرونکي وي، د ۱۴۰۱ لمريز کال د وري يا حمل مياشتي له ۲۵ نېټې څخه د غبرگولي يا جوزا مياشتي تر ۱۰ نېټې پوري د گمرکونو او عوایدو معینیت کي د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو ریاست د مالیاتي محاسبینو لوی مدیریت ته دي مراجعه وکړي او د غوښتنلیک فورمې دي تر لاسه کړي.

د مالیاتي محاسبینو د ثبت شرایط

(۱) د مالیاتي چارو د ادارې قانون د ۳۳ مادې پر لومړنۍ فقرې سربېره لانديني شرایط باید د مالیاتي محاسب د ثبت له پاره په نظر کي ونیول سي:

• شخص باید پر قانوني امورو مکلف وي،

• په اقتصاد، محاسبې، ACCA، حقوق، ادارې او سوداگرۍ کي د اسنادو په کتو حد اقل د لېسانس تر کچي د لوړو زده کړو لرونکی وي،

• د دولت رسمي او برحال اداري کارکوونکی نه وي،

• د محکمې له خوا د مجرم په توگه پېژندل سوی نه وي،

• شخص به بل شخصي شرکت نه لري چي د منافعو د تضاد مخنیوی سوی وي.

(۲) د مالیاتي مشورتي شرکت مسؤلین که پر پورتنيو شرايطو برابر وي، د دې طرزالعمل په رڼا کي د جواز مستحق دي او هم نور مالیاتي محاسبین په خپل دفتر کي استخدامولای سي.

د ازمویني پوښتني

۱. مالیاتي قوانین، پر عایداتو باندي د مالیاتو لارښودونه، د مالیاتي چارو اداري لارښود او همدا رنگه مالیاتي مقررات، طرزالعملونه او عمومي حکمونه،

۲. د محاسبې اساسي اصول،

۳. سوداگریزه محاسبه،

۴. مدیریتي حسابداري،

۵. مالي حسابداري،

۶. د پانگوني او شرکتونو قانون، سوداگریز قوانین او نور مالي قوانین.

پر شرایطو برابر کسان له پورتنۍ مرجع څخه د غوښتنلیک فورمه تر لاسه کولای سي او تر ډکولو وروسته دي د تحصیلي اسنادو او د تذکرې له کاپيو سره یو ځای بېرته اړوندي مرجع ته دې وسپاري او یا دي په برېښنايي ډول لاندېنيو برېښليکونو ته واستوي.

د لازیاتو معلوماتو له پاره په لاندېنيو شمېرو او برېښنليکونو سره اړيکه ټينگولی سئ.

د اړیکو شمېرې: ۰۲۰۲۹۲۴۲۰۰۵ - ۰۲۰۲۹۲۴۹۱۵

برېښليکونه: obaid.arabzai@mof.gov.af / ebad.darman@mof.gov.af

وروستي اعلانونه

یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۰ - ۱۲:۱۲
Background image

 شرکتونو د انتفاعي معاملاتو د مالياتي اظهارليک خبرتيا

د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست اړوند د ماليه ورکوونکو د خدمتونو رياست د شرکتونو ټول ښاغلو مالکينو ته په خورا درنښت سره خبر ورکوي

شنبه ۱۴۰۱/۷/۲ - ۱۵:۱۸
Background image

 مالیاتي محاسبینو خبرتیا!

د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو ریاست د مالیاتي محاسبینو مدیریت په پام کې لري، چي د پينځمي دورې د مالیاتي محاسبینو

شنبه ۱۴۰۱/۶/۲۶ - ۱۵:۵۰
Background image

د شرکتونو د مالياتو د ورکړي، د بيت‌ المال او دولتي بوديجې د تمويل په اړه خبرتيا

د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست د شرکتونو ټولو ښاغلو مسؤلينو ته خبر ورکوي، چي د خپلو شرکتونو (د پېر، پلور، تنخواوو او نورو) ټولو

Back to announcements