د مالياتي محاسبينو د نهمي دورې ازمويني له پاره د نوملیکني خبرتیا!

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۲ - ۱۱:۹
............

 

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست غواړي، چي له مالیاتي محاسبینو څخه ازموینه واخلي، د دې ازمویني له پاره به د نوملیکني بهیر د (۲۰/۱۲/۱۴۰۳) مي نېټې څخه پیل او تر (۲۰/۰۱/۱۴۰۴) نېټې پوري دوام وکړي.
په ازموینه کي د ګډون شرایط:
• په اقتصاد، محاسبه،ACCA ، CPA، عامه اداره او پالیسۍ، حقوقو، اداره او تجارت په برخو کي د لیسانس تر کچي زده کړي ولري.
•    رسمي کارکوونکی نه وي.
•    جرمي مخینه ونه لري.
•    که چیري غوښتونکي په مالیې وزارت کي دنده ترسره کړې وي، له دندي څخه د لیري والي او یا له منفکۍ ئې باید لږ تر لږه درې کاله تېر سوي وي.
یادونه: مالیاتي محاسبین د اسلامي امارت رسمي کارکوونکي نه دي؛ بلکي په ازموینه کي تر بریالي کېدو وروسته د عوایدو له لوی ریاست څخه د ټاکل سوي فیس په بدل کي کاري جواز ترلاسه کوي.
مالیاتي محاسبین د فیس په بدل کي په مالیاتي ادارو کي د شرکتونو او کمپنیو مالیاتي چاري مخ ته وړي.
پر شرایطو برابر کسان کولای سي د لاندي لینک له لاري په انلاین ډول نوملیکنه وکړي.
https://nexa.gov.af/ps/malya-reg

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۵ - ۱۵:۱۷
Background image

پروسږ کال د څه باندي (۵۲) زره ټنه قاچاقي توکو د لېږد رالېږد مخه نیول سوې ده!


د وري ۵مه ۱۴۰۴ هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د هیواد په ګمرکونو کي د اسانتیاوو پر رامنځته کولو سربېره، له فساد سره جدي مبارزه سوې او د مالیې وزارت د ګمرکونو د ساتني. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲ - ۱۰:۴۰
Background image

د اړینو لګښتونو او معاشونو د اجراء په موخه د مالیې وزارت کارکوونکي د جمعې په ورځ دندو ته حاضر سول!


د حمل/ ۱ / ۱۴۰۴ هـ.ل


د مالیې وزارت له لوري د امارتي ادارو د (۱۴۰۳هـ.ل) مالي کال د وروستیو اړینو لګښتونو او د کارکوونکو د معاشونو د اجراء په موخه، د مرکزي او ولایتي تادیاتي څانګو. . .

BACK TO NEWS