د مالياتي محاسبينو د نهمي دورې ازمويني له پاره د نوملیکني خبرتیا!

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست غواړي، چي له مالیاتي محاسبینو څخه ازموینه واخلي، د دې ازمویني له پاره به د نوملیکني بهیر د (۲۰/۱۲/۱۴۰۳) مي نېټې څخه پیل او تر (۲۰/۰۱/۱۴۰۴) نېټې پوري دوام وکړي.
په ازموینه کي د ګډون شرایط:
• په اقتصاد، محاسبه،ACCA ، CPA، عامه اداره او پالیسۍ، حقوقو، اداره او تجارت په برخو کي د لیسانس تر کچي زده کړي ولري.
• رسمي کارکوونکی نه وي.
• جرمي مخینه ونه لري.
• که چیري غوښتونکي په مالیې وزارت کي دنده ترسره کړې وي، له دندي څخه د لیري والي او یا له منفکۍ ئې باید لږ تر لږه درې کاله تېر سوي وي.
یادونه: مالیاتي محاسبین د اسلامي امارت رسمي کارکوونکي نه دي؛ بلکي په ازموینه کي تر بریالي کېدو وروسته د عوایدو له لوی ریاست څخه د ټاکل سوي فیس په بدل کي کاري جواز ترلاسه کوي.
مالیاتي محاسبین د فیس په بدل کي په مالیاتي ادارو کي د شرکتونو او کمپنیو مالیاتي چاري مخ ته وړي.
پر شرایطو برابر کسان کولای سي د لاندي لینک له لاري په انلاین ډول نوملیکنه وکړي.
https://nexa.gov.af/ps/malya-reg