د ماليه ورکوونکيو د خدمتونو رياست د ايجاد خبرتيا!

admin_mof

د ماليې وزارت اړوند د عوايدو لوی رياست د ټولو لويو، منځنيو او کوچنيو ماليو تاديه کوونکيو ته په خورا درنښت خبر ورکوي، چې د دغه رياست په تشکيلاتي جوړښت کې د ځينو بدلونونو په راتلو سره د ماليه ورکوونکيو د خدمتونو رياست ايجاد او فعاليت يې پيل کړی او د دغه رياست دنده دا ده چې د لويو، منځنيو او کوچنيو ماليه ورکوونکيو شرکتونو لپاره معياري خدمتونه ترسره کړي.

نو ټول هغه قدرمن ماليه ورکوونکي چې پخوا به د خپلو ماليو د تصفيې لپاره د لويو، منځنيو او کوچنيو ماليه ورکوونکيو رياستونو ته مراجعه کوله، تر دې وروسته د منځنيو ماليه ورکوونکيو رياست پخوانۍ ودانۍ ته چې د ملي بس تصدۍ تر څنگ موقعيت لري او په يوه واحد نامه (د ماليه ورکوونکيو د خدمتونو رياست) سره يادېږي، مراجعه وکړي او خپلې مالياتي چارې دې پر مخ يوسي.

د لا زياتو معلوماتو لپاره د ماليې وزارت او د عوايدو لوی رياست اړوند ویب سایټونه او ټولنیزې پاڼې (فېسبوک، ټويټر او يوټيوب) کتلای شئ.

وروستي اعلانونه

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۰ - ۱۰:۲۰
Background image

د غيرانتفاعي سازمانونو د مالياتي معافيت په اړه خبرتیا

د عوايدو د حقوقي خدمتونو رياست د مالياتي معافيتونو آمريت د هېواد په (پلازمېنې کابل او ولایتونو) کي ټولو کورنيو او نړيوالو غيرانتفاعي سازمانونو ته په درنښت سره خبر

دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۸ - ۱۴:۵۹
Background image

د مستوفیتونو د نقدي حوالو، جنسي او پوهني د کنټرول مدیرانو ته روزنیز پروګرام پیل سو

د مالیې وزارت د بشري سرچینو ریاست او د خزاینو لوی ریاست په ګډه همکارۍ د هېواد په ۳۴ ولایتونو کي د نقدي حوالو، جنسي او پوهني د کنټرول مدیرانو لپاره انلاین

یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۹ - ۱۴:۵۰
Background image

د اضافي مالیې (مالیاتي جریمې) د معافیت خبرتیا!

د مالیې وزارت په وړاندیز او پر ملت او په ځانگړي ډول پر خصوصي سکټور باندي د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ځانگړي مهربانۍ او لورېيني له مخه ټولي اضافي

Back to announcements