د ماليې وزارت د عوايدو لوی ریاست خبرتیا
ټولو ماليه ورکوونکو ته په درنښت خبر ورکول کيږي چي په مالياتي ادارو کي د هر ډول ستونزو، شکايتونو، حل لارو، مشورو او وړانديزونو له پاره د عوایدو لوی رئیس ښاغلی معراج محمد معراج او د لويو، منځنيو، کوچنيو ماليه ورکوونکو او د بر رسۍ رياستونو له رئيسانو سره د هري پنجشنبې په ورځ تر يوې نيمي بجې وروسته د گمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کي مخامخ ليدلی او خپلي ستونزي، شکايتونه، حل لاري، مشورې او وړانديزونه له اړوندي ادارې سره شريکولی سي؛ ټول ماليه ورکوونکي دي خبر وي.
د لا زياتو معلوماتو له پاره د عوايدو لوی رياست د اړيکوال خدماتي مرکز له زر (۱۰۰۰) شمېرې سره اړيکه ټينگولی سئ.
زموږ ماليه، زموږ هيواد، زموږ راتلونکې