د ماليې وزير ملا هدايت الله بدرې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په ملتيا د قوش‌تېپې کانال څخه ليدنه وکړه

admin_mof
جمعه ۱۴۰۱/۷/۱ - ۹:۵۳
خبر

 د ماليې وزير الحاج ملا هدايت الله بدري چي د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر ئې ملتيا کول د قوش‌تېپې کانال د وروستیو کاري پرمختګونو او لاسته راړنو د ليدني په پار بلخ ولايت ته سفر وکړ. ده د قوش‌تېپې کانال پروژې کارونه له نژدې وکتل او د یادې پروژې د مسؤلینو د ترسره سوو کاري پرمختګونو او هڅو له امله يې ستاینه وکړه او هغوی ته یې د کارونو د لا ښه‌والي او غوره توب په موخه لازمي لارښووني او سپارښتني وکړې. 

خبر

د یادولو وړ ده، چي د دې پروژې له پیلېدو سره سم زرګونو هيوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره سوې چي په بشپړېدو سره به ئې شاوخوا 550 زره هکټاره مځکه خړوبه او افغانستان به د غنمو له پلوه پر ځان بسیا کړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۴۰
Background image

د مالیه ورکوونکو د شکایتونو اورېدلو ریاست د مالیه ورکوونکو ۲۷ شکایتونه څېړلي دي

د لېندۍ ۲۷مه ١٤٠٤هـ.ل

د مالیې وزارت د مالیه ورکوونکو د شکایتونو اورېدلو ریاست د عقرب په میاشت کي د مالیه ورکوونکو له خوا (۲۹) شکایتونه ترلاسه کړي دي، چي له دې جملې څخه (۲۷) قضیې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۲
Background image

د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کي څلور بابه هنګرونه جوړ او ګټي اخیستني ته وسپارل سول!

د لېندۍ ۲۷مه ١٤٠٤هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د هرات ولایت د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کي د (۷۸،۷) میلیونه افغانیو په ارزښت څلور بابه هنګرونه جوړ او ګټي اخیستني ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۵۲
Background image

د ننګرهار صنعتکارانو او سوداګرو ته د مالیاتو روزنیز پروګرام جوړ سو

د لېندۍ ۲۷مه ١٤٠٤هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست له لوري د ننګرهار ولایت صنعتکارانو او سوداګرو ته د مالیاتو په اړه روزنیز پروګرام د یاد ولایت  مستوفیت د غونډو په تالار کي جوړ سو.. . .

BACK TO NEWS