د مالیې نوماند وزیر او سرپرست د افغانستان لپاره د کاناډا له سفیر سره له افغانستان سره د ياد هیواد د مرستو اغېز زیاتېدو لپاره په لا همغږۍ خبرې وکړې

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۴/۷ - ۹:۱۳
خبر

د مالیې نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، د چنګاښ میاشتې په ۴ مه نېټه د افغانستان لپاره د کاناډا له سفیر ښاغلي ډیو متکلف، سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې چې د مالیې وزارت مالي مرستیال ښاغلي عبدالحبیب ځدراڼ، هم شتون درلود، دواړو لوریو له افغانستان سره د کاناډا هیواد د مرستو اغېز زیاتېدو لپاره په لا همغږۍ، د خلکو پر ژوند او د هيواد په اقتصاد د کرونا ویروس په منفي اغېزو، د دې ویروس له خپرېدو سره په ستونزو، له فساد سره د مبارزې په برخه کې په مالیې وزارت کې د یوه راڼه سیستم په رامنځته کېدو، په ۲۰۲۰ کال د افغانستان لپاره د پراختیایي کنفرانس جوړېدو لپاره په چمتو والي، چې ټاکل شوې ده، د روان کال په وروستیو کې د افغانستان او فنلنډ په ګډ کوربتوب په جینوا کې ترسره شي او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په تړاو بحث د نظرونو تبادله وکړه.

خبر

د یادونې وړ ده، چې یاده ناسته د افغانستان او کاناډا د حکومتونو ترمنځ د پالیسۍ په کچه د لا زیاتې همغږۍ رامنځته کېدو په موخه د دې هیواد د مرستو د اغېز لوړولو لپاره ترسره شوه.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۸:۱۸
Background image

د مستوفیتونو له مسئولینو سره آنلاین ناسته وشوه

د چنګاښ۱۴مه۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو عمومي ریاست د عملیاتي مرستیال په مشرۍ او د دې ریاست د مستوفیتونو مرستیال او نورو مسئولینو په ګډون، د مستوفیتونو له مسئولینو سره د عوایدي. . .

BACK TO NEWS