د مالیې نوماند وزیر او سرپرست د ولسي جرګې له کمېسیونونو سره په ګډه ناسته کې په ملي بودیجې کې د حکومت وړاندیز شویو تعدیلاتو او د هیواد روان مالي وضعیت په اړه توضیحات ورکړل

admin_mof
چهارشنبه ۱۳۹۹/۳/۱۴ - ۸:۴۹
خبر

د مالیې نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، نن د غبرګولې میاشتې په ۱۳ مه نېټه د ولسي جرګې له کمېسیونونو سره په ګډه ناسته کې چې د مالي او بودیجوي کمېسیون په کوربتوب ترسره شوه، ګډون وکړ او هغوی ته یې له کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه په ملي بودیجې کې د حکومت وړاندیز شویو تعدیلاتو، ملي عوایدو راټولېدو، له کرونا سره په مبارزه کې د مرستندویه هیوادونو او بنسټونو د مرستو او د هیواد روان مالي وضعیت په اړه توضیحات وړاندي کړل.

په پیل کې د مالي، بودیجې او بانکي چارو کمېسیون رئیس ښاغلي میرافغان صافي، د خلکو استازو ته د ملي بودیجې په اړه د حکومت د وړاندیز شویو تعدیلاتو په اړه خپل راپور وړاندې کړ او له وکیلانو سره یې د بودیجوي تعدیلاتو اغېزمنتوب، د لګښت ډول، د بودیجې اغیزمن لګښت څخه د څارنې او له فساد سره اړوند موارد شریک کړل او زیاته یې کړه، چې موږ د افغانستان له حکومت سره همکار یو او غواړو د دولت وړاندیز شوي تعدیلات ژر تصویب کړو، خو د حکومت له لوري دي زموږ پوښتنو ته ځوابونه راکړل شي.

د مالیې وزارت سرپرست، د ولسي جرګې وکیلانو پوښتنو

خبر

د مالیې وزارت سرپرست، د ولسي جرګې وکیلانو پوښتنو ته د ځواب ورکړ وویل، چې هره یوه افغانۍ چې وزارتونو او یا ادارو ته استوو له ټولو جزیاتو سره یې د لګښت راپور څېړو او ژمن یو چې هیڅ ډول فساد او لاسوهنه به پکي ونه شي او هر شخص یا اداره چې له قانون خلاف کړنه وکړي، د هیواد نافذه قوانینو په رڼا کې عدلي او قضایي ارګانونو ته به ور وپېژندل شي. نوموړي زیاته کړه، چې د مالیې وزارت د سرپرست او د بودیجې چارو د متصدي په توګه له وکیلانو سره همکار یم او هڅه کوم، څو اوسني وضعیت ته په کتو سره هره افغانۍ د ملي بودیجې او یا له ملي بودیجې بهر د روڼتیا او اغیزمنتوب اصل په پام کې نیولو سره ولګول شي.

د ولسي جرګې وکیلانو وویل، چې موږ له حکومت او مالیې وزارت سره همکار یو او اوسني وضعیت ته په کتو نه غواړو د اوسنیو ستونزو په ډېرېدو سره د بودیجې تصویب وځنډوو. هغوی زیاته کړه، چې له ټولو کمېسیونونو سره خبرې کوي څو د خلکو استازو ته قناعت ورکړي چې بودیجوي تعدیلاتو او پورونو ته رسېدنه وکړي.

خبر

په پای کې پرېکړه وشوه، چې د روان کال غبرګولې میاشتې تر ۲۰ مې نېټې پوري د ملي بودیجې په برخه کې د حکومت وړاندیز شوي تعدیلات د ناستې په عمومي اجنډا کې شریک او رایي اخیستني ته یې وړاندي کړي.

د مالیې وزارت سرپرست وویل، چې د وړاندیز شویو تعدیلاتو د رایې تر اخیستنې پورې دې کمېسیونونه خپل نظرونه او وړانديزونه له مالیې وزارت سره شریک کړي، د مالیې وزارت تخنیکي همکاران به دوی ته هر اړخیز معلومات ور کړي. ښاغلي ارغندیوال د ولسي جرګې له غړو وغوښتل، چې د ملي بودیجې په اړه د حکومت ټول وړاندیز شوي تعدیلات دې تصویب کړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۹:۲۵
Background image

د مالیې وزارت د مراسلاتو په لېږد کي نوښت رامنځته سو

د غويي ۱۳مه۱۴۰۵ هـ.ل 
د مالیې وزارت د اسنادو او ارتباط ریاست د آرشیف آمریت د دغه وزارت د اداري مراسلاتو د استولو په لارو چارو کي نوښت رامنځته کړی، چي د اړوندو اداري مکتوبونو تبادله کولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۴
Background image

د میدان وردګ او زابل مستوفیتونو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړوني پروګرامونه پیل سول

د غويي۱۰مه۱۴۰۵ هـ.ل 

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم، د میدان وردګ او زابل مستوفیتونو کارکوونکو ته د «ظرفیت لوړوني او مسلکي کولو» تر عنوان لاندي دوه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۱۰
Background image

د امارتي املاکو لوی رئیس کندهار ولایت ته سفر وکړ

د غويي۱۰مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د امارتي املاکو لوی رئیس الحاج حافظ عبدالقدیر حقاني کندهار ولایت ته د خپل سفر په لړ کي د دغه ولایت له مستوفي او د املاکو له مسئولینو سره ولیدل.
په دې. . .

BACK TO NEWS