د مالیې وزارت او کابل پوهنتون ترمنځ د دوه اړخیزه همکاریو هوکړه لیک لاسلیک سو!
د مالیې وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او کابل پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک سو.
دغه هوکړه لیک د مالیې وزارت د کارکوونکو او کابل پوهنتون د محصلینو له پاره د کاري او روزنیزو فرصتونو برابرولو او د محصلینو له پاره د کار زده کړي دورې، په بېلابېلو پروژو کي د عملي کار کولو او نوښتونو رامنځته کولو په موخه د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست له لوري لاسلیک سو.
یاد هوکړه لیک د مالیې وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس انجنير عمران احمد فرحان او پوهنوال امیر کروړ شهیدزي ترمنځ د یاد پوهنځي د څو تنو ښوونکو په حضور کي لاسلیک سو