د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد رياست د دغه وزارت له کارکوونکو څخه د عقیدتي درسونو ازموینه واخیسته!

syllab_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۴ - ۱۳:۵۲
............



د افغانستان اسلامي امارت د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت، د دعوت او ارشاد د چارو د انسجام لوی ریاست د حکم پر بنسټ؛ د ماليې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د دغه وزارت له کارکوونکو څخه د عقايدو او طهارت په برخو کي ازموینه واخیسته.
په دغي تحریري ازموینه کي، چي د مالیې وزارت په جومات کي واخیستل سوه، د وزارت د مرکزي ریاستونو ټولو کارکوونکو ګډون کړی وو.
د ازمویني موخه د اوامرو اطاعت، ديني چارو ته د کارکوونکو هڅول او د الهي قوانینو پلي کول ول؛ ترڅو په فکري او عقیدتي بډايني سره د پردیو د کلتوري يرغل مخه ونيول سي.
د دعوت او ارشاد رياست مسؤلينو، چي د ازمویني له بهير څخه ئې څارنه کوله، له کارکوونکو څخه ئې د جماعت لمانځه، عقیدتي او ديني درسونو ته د حاضرېدو او له اسلامي شريعت سره سم د خپل سیرت او صورت جوړولو له امله مننه وکړه او زیاته ئې کړه، چي د دغه آزمویني پايلي به ډیر ژر اعلان سي.
د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو د لویو ریاستونو او همدا رنګه د وزارت له خدماتي کارکوونکو څخه به په راتلونکې اونۍ کي ازموینه واخیستل سي.

 

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۱:۳۸
Background image

د یو شمېر مستوفيانو د اداري کړنو کلنۍ ارزونه وسوه

د وري ۲۷مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر په مشرۍ د (۲۰) تنو مستوفيانو د اداري فعالیتونو د (۱۴۰۴) هـ.ل کال د کلنۍ ارزوني ناسته د عوایدو او ګمرکونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۱:۸
Background image

د عوایدو لوی رئیس له مرکزي مالیاتي ادارو څخه لیدنه وکړه

د وري ۲۶مه ۱۴۰۵ هـ.ل 

د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر، مالیه ورکوونکو ته د خدمتونو وړاندي کولو ریاست، د کوچنیو مالیه ورکوونکو ریاست او د مالیه ورکوونکو د تشخیصیه نمبر له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۶
Background image

د هیواد ۳۴ ولایتونو د املاکو مدیرانو ته انلان سیمینار جوړ سو


د وري ۲۵مه ۱۴۰۵ هـ.ل
د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) له لوري د امارتي ځمکو او جایدادونو د اجارې په تړاو د نوي منظور سوي قانون پر اساس او د هیواد ټولو مستوفیتونو د املاکو برخي. . .

BACK TO NEWS