د مالیې وزارت د دولتي شرکتونو لوی رئیس او د یاد ریاست مسئولینو د ملي پراختیا شرکت له رئیس او مسؤلینو سره تعرفي ناسته وکړله.

admin_mof
چهارشنبه ۱۴۰۰/۷/۷ - ۱۱:۲۶
خبر

د مالیې وزارت د دولتي شرکتونو لوی رئیس او د یاد ریاست مسئولینو د ملي پراختیا شرکت له رئیس او مسؤلینو سره لیدنه وکړه او هغوی ته ئې ډاډ ورکړ چي خپلي چاري دي په عادي ډول مخته يوسي او د پخوا په شان دي خپلي ملي پروژې روانې وساتي.

د ملي پراختیا شرکت رئیس عبدالرحمن عطاش د دغه شرکت د کړنو او لاسته راوړنو په تړاو د دولتي شرکتونو رئیس ته معلومات ورکړل او زیاته ئې کړه چي د ملي پراختیا شرکت د افغانستان د پراختیا او سمسورتیا لپاره شپه او ورځ کار کوي او خپل رسالت په پوره اماندارۍ سره اداکوي.

د دولتي شرکتونو لوی رئیس د ملي پراختیا شرکت مسؤلینو ته په ټینګار وویل، چي د تېرو کلونو لاسته راوړني په هر ډول چي وي باید وساتل سي، ترڅو موږ وکولای سو ستاسو په ملتیا غوره خدمتونه وړاندي کړو او د نور پرمختګ په طرف ګامونه پورته کړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۵:۳۳
Background image

د ګمرکونو د مالي آمرینو او د ولایتونو د مستوفیتونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په موخه ناسته وشوه

د وږې۴ مه۱۴۰۵ هـ.ل

د ګمرکونو د مالي آمرینو او د ولایتونو د مستوفیتونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په موخه د مالیې وزارت په خیبرهال کې ناسته وشوه.
په دې ناسته کې مالي معین حاجي عبدالقدیر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۱۶:۱
Background image

د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۲۳) شکایتونو ته رسېدنه کړې ده

د وږې ۳مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډونې او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د. . .

BACK TO NEWS