د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۳۳) شکایتونو ته رسېدنه کړې ده

syllab_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۵۱
............

د مرغومي۴مه، ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډوني او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د رسېدني مسئولیت په غاړه لري او ترلاسه سويو شکایتونو ته له ځنډ پرته رسېدنه کوي.
دغه آمریت د روان (۱۴۰۴) کال قوس (لیندۍ) میاشتي له پیل څخه د دغي میاشتي تر پایه پوري په ټوله کي (۳۴) شکایتونه ترلاسه کړي او اورېدلي دي.
له دې ډلي (۱۶) شکایتونه د وټس اپ له لاري، (۱۶) شکایتونه په حضوري بڼه، (۱) شکایت د صندوق له لاري او (۱) شکایت د برېښنالیک له لاري له دغه آمریت سره شریک سوي دي، چي یاد شکایتونه د املاکو، تدارکاتو، مالي او منفکۍ برخو کي ول، چي د دغه آمریت له لوري پر وخت رسېدنه ورته سوې ده او (۱) شکایت تر کار لاندئ دئ.
د یادوني وړ ده، چي ټول هیوادوال کولای سي، چي د مالیې وزارت د بېلابېلو څانګو په ځانګړې توګه د عوایدي سرچینو او د ګومارني په برخه کي د اصلاحاتو په تړاو خپل شکایتونه، وړاندیزونه او نظریات د برېښنالیک، وټس اپ، ټلیفون، په حضوري بڼه او د شکایتونو د صندوق له لاري له دغه آمریت سره شریک کړي، چي د شکایتونو د اورېدو آمریت به له طبقه بندۍ وروسته دغو شکایتونو ته په شفاف او ټاکلي وخت رسېدنه وکړي.
د اړیکو شمېرې: ۰۲۰۲۹۲۴۲۳۳/ ۰۲۰۲۹۲۴۱۹۰
وټس اپ نمبر: ۰۷۴۵۷۶۵۷۵۶
برېښنالیک: Officialcomplaints@mof.gov.af

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۸
Background image

د آقینې په ګمرک کي د یو باب نوي هنګر د جوړولو چاري پیل سوې

د کب ۳مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د (۲۱) میلیونه افغانیو په ارزښت د فاریاب ولایت د آقینې په ګمرک کي د یوه باب نوي هنګر د جوړولو چاري پیل سوې.

دغه نوی هنګر به. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۳:۵۶
Background image

د آقینې په ګمرک کي د (۷۲) میلیونه افغانیو په ارزښت پروژې ګټي اخیستني ته وسپارل سوې

د سلواغې ۳۰مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د آقینې په ګمرک کي د (۷۲) میلیونه افغانیو په ارزښت د یاد ګمرک د احاطې دېوال، د سندونو آرشیف ودانۍ او د درې بابه استوګنیزو ودانیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۲:۳۷
Background image

په تېرو درېیو اوونیو کي د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي

د سلواغې ۳۰مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو په تېرو درېیو اوونیو کي د کندهار، نیمروز، فراه، ننګرهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سيمو کي په زیاته. . .

BACK TO NEWS