د مالیې وزارت د ۲۰ لوړ رتبه بستونو اعلان
مالیې وزارت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له خپلواک کمېسیون سره په همغږۍ ۱ لومړۍ رتبه بست او ۱۹ دویم رتبه بستونه د وړو کسانو د ګمارنې په موخه ازادې سیالۍ ته وړاندې کړل.
په شرایطو برابر کسان کولی شي د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ویب سایټ له لارې په انلاین ډول د غوښتنې فورمې وړاندې کړي.
د دندې لایحو او د غوښتنې فورمې لپاره دا لینک کیکاږۍ: https://iarcsc.gov.af/fa/category/jobs