د مالیې وزارت سرپرست: افغانستان د وچکالۍ او قحطۍ له جدي ګواښ سره مخ دی

mofadmin
چهارشنبه ۱۳۹۷/۹/۷ - ۱۱:۲۷
mof

د لېندۍ ۶مه ۱۳۹۷: د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناوو په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي ډاکټر محمد همایون قیومي، د لېندۍ میاشتې په ۶ مه نېټه د افغانستان لپاره په جینوا کنفرانس کې د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس ښاغلي ډاکټر عبدالله عبدالله، د ملګرو ملتونو سازمان په جینوا کې د افغانستان سفیرې اغلې ثریا دلیل، د جاپان نړیوالې همکارۍ (JICA) مرستیال ښاغلي جونیشي یامادا، د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې، اداري مرستیالې اغلې کارن فریمن، د نړیوالو خوړو پروګرام (WFP) سکرټر جنرالې اغلې والري ګوارنیرې، په شتون کې د خوړو خوندیتوب، وچکالۍ او قحطۍ په تړاو په حاشیوي ناستو کې ګډون وکړ.

د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس ښاغلی ډاکټر عبدالله عبدالله، د ناستې اصلي ویاند وو او په سویس د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان سفیره اغلې ثریا دلیل، د ناستې له بهیر څخه څارنه کوله.

په دې ناسته کې د مالیې وزارت سرپرست ګډونوالو ته وویل، چې افغانستان څنګه د وچکالۍ او قحطۍ له ګواښ سره مخ شوی. همدا شان نوموړي، د اوبه ایزو او غیر اوبه ایزو ځمکو د احصائیې، کرنیزو محصولاتو او اوبو په کړکېچ خبرې وکړې. هغه وویل، چې حکومت د دې پروژو په تړاو لنډمهاله پاملرنه ده کړي، بلکه اوږد مهاله او منځمهال ګامونه یې پورته کړي دي. د مالیې وزارت د سرپرست په وینا، حکومت د دې برخې د خطرونو پېښېدو د مخنیوي څرنګوالې لپاره کارونه ترسره کړي دي.

همداشان ښاغلي قیومي، د اوبو مدیریت، کرنې پراختیا، اوبو لګونې پروګرامونو، د سترو او وړو بندونو جوړېدو او د حکومت د انرژۍ پروګرامونه څرګند کړل.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۵:۳۳
Background image

د ګمرکونو د مالي آمرینو او د ولایتونو د مستوفیتونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په موخه ناسته وشوه

د وږې۴ مه۱۴۰۵ هـ.ل

د ګمرکونو د مالي آمرینو او د ولایتونو د مستوفیتونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په موخه د مالیې وزارت په خیبرهال کې ناسته وشوه.
په دې ناسته کې مالي معین حاجي عبدالقدیر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۱۶:۱
Background image

د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۲۳) شکایتونو ته رسېدنه کړې ده

د وږې ۳مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډونې او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د. . .

BACK TO NEWS