د مالیې وزارت سرپرست او د افغانستان لپاره د قزاقستان جمهوریت سفیر د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د ټینګښت او پراختیا په تړاو خبرې وکړې

admin_mof
یکشنبه ۱۳۹۷/۱۲/۱۹ - ۱۳:۱۹
قزاقستان

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي ډاکټر محمد همایون قیومي، د کب میاشتې په ۱۹ مه نېټه په افغانستان کې د قزاقستان له سفیر ښاغلي حلیم خان یسین ګیلدیوف، سره وکتل.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزه اقتصادي او سوداګریزو همکاریو په ټینګښت او پراختیا، د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو ناستو لسم پروتوکول په پلي کېدو، د افغاني او قزاقي شرکتونو له لوري د خواف – هرات څلورمې قطعې رېل پټلۍ په جوړېدو، د ګمرکي دوه اړخیزه همکاریو او د ګمرکي اطلاعاتو د تبادلې په په هوکړه لیکونو، د انرژۍ پروژو په برخه کې د قزاقي پانګوالو په پانګونې او یو شمېر نورو اړوندو مسائلو په تړاو خبرې وکړې.

قزاقستان ​    ​​    ​

قزاقستان اړخ ژمنه وکړه، څو د ګمرکي هوکړه لیک او ګمرکي اطلاعاتو تبادلې مسودې اسناد وروستي کړي چې د دواړو لوريو لاسلیک  ته چمتو شي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۳:۴۹
Background image

د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو نوی معین معرفي شو

د زمري۱۵مه ۱۴۰۵هـ.ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم پر بنسټ حاجي نعمت الله حسن، چې د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو د معین په توګه ټاکل شوی وو، نن د یو لړ مراسمو په ترڅ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۳:۲۷
Background image

د اداري معینیت د رهبرۍ ناسته کې پر مهمو موضوعاتو خبرې وشوې

د زمري۱۴مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د اداري معین مولوي دوست محمد مخلص په مشرۍ، په (۱۴۴۸) هـ.ق کال کې د اداري معینیت د رهبرۍ لومړۍ ناسته د اړوندو رئیسانو په ګډون د دغه معینیت د غونډو په. . .

BACK TO NEWS