د مالیې وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان له پلاوي سره وکتل

admin_mof
دوشنبه ۱۴۰۰/۸/۳ - ۲۰:۲۸
خبر

د مالیې وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري، د ملګرو ملتونو سازمان له پلاوي سره چي، مشري يې د یاد سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي ميرمن (دیبورا لاینز) کول ليدنه وکړل.

دغه ناسته چي، د مالیې وزارت د رهبرۍ پلاوي، مرکزي بانک، د ملګرو ملتونو سازمان (UNAMA) د سرمنشي د ځانګړي استازي او مرستیالي تر منځ تر سره سول، پکښي د ملګرو ملتونو سازمان د پراختیايي پروګرام (UNDP) رئيس، د مالیې وزارت د پالیسۍ معین نذیر کبیري، د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین ملا ناصر اخوند، د مقام ارشد مشاوير انجینر نصیر حسن، د دفتر رئیس انجینیر سلطان زبیر او د اړیکو او عامه پوهاوي رئیس احمدولي حقمل هم ګډون درلود.

په یاده ناسته کي پر بېلابېلو مسایلو بحث وسو، لکه بشردوستانه مرستي پر ټاکلي وخت رسول، افغانستان ته د پیسو د لېږد اسانتیا او له افغانستان سره د نړیوالو مرستو ددوام پر څرنګوالي خبري او په اړه يې لازمي پريکړي وسوې.

ددې ناستي په پای کي، د ماليې وزارت سرپرست په افغانستان کي د ملګرو ملتونو سازمان د شتون او مرستو د دوام څخه د قدردانۍ تر څنګ زیاته کړه؛ (تاسي کولای سئ، نړیواله ټولنه دې ته قانع کړئ، چي د افغانستان کنګل سوي پیسې ازادي کړي، ځکه دا د افغان ملت پیسې دي او بل ښه به دا وي له افغانانو بهر ته د ایستلو پر ځای له دوئ سره همدلته مرستي وسي، تر څو د خلکو اقتصادي وضیعت ښه سي او نورو هيوادونو ته د دوئ د مهاجرت مخه ونیول سي.)

خبر

وروسته بیا په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي وویل: ګواښونکی ژمی را روان دی، موږ خپلي وروستۍ هڅي کوو، ترڅو د خلکو ستونزي حل کړو، نوموړي زیاته کړه، د ولسي شوراګانو سره د خوړو، روغتیا او د اقتصاد برخو کي مرستي زموږ په لومړیتوب کي ځای لري، دې وویل، که څه هم په دې وروستیو کي سوداګریزه برخه کمزورې سوې ده، خو بیا هم ملي عواید زیات سوي دي، چي دا د اړوندو چارو د غوره مدیریت او رهبرۍ استازولي کوي

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۵۰
Background image

د ګمرکونو له مسئولینو سره انلاین ناسته وشوه

د تلې لومړۍ،۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزیر حاجي ملا محمد ناصر اخوند په مشرۍ او د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج ملا نعمت الله حسن، د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد او د وزارت د یو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۵
Background image

د عوایدو عمومي ریاست د رهبرۍ دوولسمه ناسته وشوه

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو عمومي رئیس الحاج مولوي سفرمحمد سحر په مشرۍ، د عوایدو عمومي ریاست د (۱۴۰۵) هـ.ل کال د رهبرۍ دوولسمه ناسته د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۰
Background image

د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د شاوخوا (۴،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې.
تر دې. . .

BACK TO NEWS