د مالیې وزارت سرپرست د ترانسپورټ وزارت له مسؤلینو سره وکتل

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۸/۵/۲ - ۱۸:۳۱
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، نن د زمري میاشتې په ۲مه نېټه د ترانسپورټ وزارت له مسؤلینو سره وکتل.

په دې کتنه کې د مالیې وزارت سرپرست له هغوی سره د هغو بار وړنکو موټرو په اړه چې نمبر پلیټ نلري او له ملي عوایدو سره تیښته کوي، د هغو باروړنکو موټرو په تګ راتګ چې د افغانستان او پاکستان له نمبر پلیټونو څخه ګټه اخلي ( دوه نمبر پلیټ داره موټرونه) د بار وړنکو موټرو د تراکم کموالي او د اړوندو چارو د ښه کیدو په موخه اسلام کلا ته د ترانسپورټ مدیریت په لیږد او له دیورند څخه تر بندوالي پورې د ریل پټلۍ په جوړیدو بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

خبر

د مالیې وزارت سرپرست هدایت ورکړ چې له دیورند څخه تر بندوالي پورې د ریل پټلۍ پروژې لپاره دې د اړتیا وړ بودیجه ولټول شي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۱۸
Background image

د بودیجې، خزاینو، پلټني، مالي او اداري لویو ریاستونو د کارکوونکو له پاره د مالي چارو په برخه کي روزنیز پروګرام پیل سو!


د چنګاښ ۸مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د بودیجې، خزاینو، پلټني او مالي او اداري چارو لویو ریاستونو د کارکوونکو له پاره د "مالي چارو" تر سرلیک لاندي روزنیز پروګرام د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۱:۲۰
Background image

د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۲۵) شکایتونو ته رسېدنه کړې!


د چنګاښ ۷مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډوني او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د. . .

BACK TO NEWS