د مالیې وزارت سرپرست د نړیوال بانک او نړیوالې مالي ادارې له چارواکو سره د کورجوړولو پروژو په برخه کې خبرې وکړې
د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د تلې میاشتې په ۲۸ مه نېټه د نړیوال بانک او نړیوالې مالي ادارې له چارواکو سره وکتل او له هغوی سره یې په کور جوړونه د پانګونې په برخه کې د یاد بنسټ په مرستو، د کور جوړونې په برخه کې د قوانینو او حقوقي چوکاټ ترتیب په برخه کې د تخنیکي همکاریو او یو شمېر نورو مسایلو په تړاو خبرې وکړې.
د مالیې وزارت سرپرست وویل، چې موږ د کور جوړونې پروژو ټول لیستونه له تاسو سره شریکوو، څو په را روانو شپږو میاشتو کې د دې پروژو له منځه یوه پروژه د بېلګې په توګه تطبیق شي.
د نړیوال بانک او نړیوالې مالي ادارې چارواکو په دې برخه کې د تخنیکي بحثونو د دوام غوښتونکي شول.
