د مالیې وزارت سرپرست د کرنې وزارت له متخصصینو سره د هنګ (انغوزه) بوټي د پانګونې په پلان، کرنې او پالنې په اړه بحث وکړ

admin_mof
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۴/۱۱ - ۱۳:۴۱
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، نن د چنګاښ میاشتې په ۱۱مه نېته د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د هنګ بوټي د پالنې برخې له متخصصینو سره وکتل.

په دې کتنه کې د مالیې وزارت سرپرست له دوی سره د کوکنارو پر ځای د یو مناسب بدیل په توګه د هنګ بوټي په کرلو، د یاد بوټي د کرلو له لارې زیاتو هیوادوالو ته د کار زمینې په رامنځته کیدو، د هنګ بوټي  صادرولو له لارې د ملي عوایدو په زیاتوالي، په دې برخه کې د خصوصي سکټور په پانګونې، جنوبي اسیا او اروپایې هیوادونو کې په بازارموندنې، د هیواد له اقتصادي ودې سره د یاد بوټي په مرستې او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

د مالیې وزارت سرپرست وویل چې د هنګ بوټي د کرلو او پالنې په برخه کې پانګونه د کرنې سکټور له لومړیتوبونو، اقتصادي ځان بسیاینې او د حکومت د پانکونې پلان یو برخه ده.

د کرنې وزارت متخصصینو یاده ونه کړه چې د هیواد په زیاتو سیمو کې د هنګ بوټي کرل مثبته پایله ورکړې او د هیواد له اقلیم سره پوره سازګاري لري. همداشان دوی د مالیې وزارت له سرپرست څخه غوښتنه وکړه چې د کرنې وزارت لخوا د یاد بوټي د کرلو هر اړخیزې طرحې له نهایې کولو څخه وروسته دې د اقتصاد عالي شورا په اجنډاء کې شامله کړي.

خبر

د مالیې وزارت سرپرست د دوی وړاندیز د منلو تر څنګ په دې برخه کې د وړتیا لوړلو او په هیواد کې د هنګ بوټي په بشپړ پروسس باندې ټینګار وکړ.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۳:۹
Background image

د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د دې وزارت له کارکونکو څخه دیني او عقیدوي ازموینه ترسره سوه

د کب۲۰ مه، ۱۴۰۴ هـ.ل
د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست، د امر بالمعرف، نهی عن المنکر او د شکایتونو آوریدلو د مقام د حکم پر بنسټ، د دې وزارت له کارکونکو څخه د کارکونکو د دینی زدکړو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۹:۲۹
Background image

د بلخ ولایت د سوداګرو او صنتکارانو ستونزي او وړاندیزونه واورېدل سول

د کب ۱۸مه ۱۴۰۴ هـ.ل

بلخ ته د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین په مشرۍ تللي پلاوي د یاد ولایت له سوداګرو او صنعتکارانو سره د هغوی د ستونزو د اورېدو او حل لارو د موندلو په موخه ناسته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۴:۱۷
Background image

د مالیې وزارت او جهان خصوصي پوهنتون ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک سو

د کب۱۷مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت او جهان خصوصي پوهنتون ترمنځ د علمي او تخصصي همکارۍ په موخه هوکړه لیک لاسلیک سو.
دا هوکړه لیک د مالیې وزارت د کارکوونکو چارو رئیس مولوي عبیدالله ابو احمد. . .

BACK TO NEWS