د مالیې وزارت سرپرست: د ګمارنې په بهیر کې باید د روڼتیا او وړتیا اصل ته پاملرنه وشي

د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، د تلې میاشتې په ۲۹ مه نېټه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون له کمېشنر ښاغلي سید حشمت الله هاشمي، سره د مالیې په وزارت کې وکتل.
په دې کتنه کې د مالیې وزارت د پیشنهادي او تشو بستونو په تدریجي ډول ازادې سیالۍ ته د سپارلو په تړاو بحث او د نظرونو تبادله وشوه. په پیل کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کمېشنر، د مالیې له وزارت څخه مننه وکړه، چې تش او رقابتي بستونه یې ازادې سیالۍ ته سپارلي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د مالیې وزارت ټول بستونه چې سیالۍ ته وړاندې کېږي، اړینه ده چې روڼتیا او وړتیا پکې په پام کې ونیول شي او د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره دې یوه ګډه کمېټه جوړه شي. هغه زیاته کړه، زموږ وړاندیز دا دی چې نور بستونه هم په تدریجي ډول ازادې سیالۍ ته وړاندې شي.
د مالیې وزارت سرپرست، د مالیې وزارت د بستونو د ازموینې په بهیر کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون له همکاریو د مننې ترڅنګ وویل، چې زموږ ډېره پاملرنه د ګمرکونو برخې ته ده، ترڅو هلته د روڼتیا او وړتیا اصل په پام کې ونیول شي او د خلکو پر وړاندې د حکومت باور پورته کړي. هغه زیاته کړه، چې د ازموینو د لا روڼتیا په موخه دي مدنې ټولنې او رسنۍ هم ونډه واخلي ترڅو په روڼتیا باندې نور هم باور کلک شي.
د مالیې وزارت سرپرست زیاته کړه، چې د ازموینې په بهیر کې به دغه وزارت هیڅ ډول زور ته غاړه کېنږدي او د ازموینو په بهیر کې زموږ یواځینی شرط د روڼتیا رامنځته کول دي. هغه زیاته کړه، چې ازادې سیالۍ ته د بستونو د اعلانېدو او اړوندو بستونو ته د خلکو ورپېژندنه کې به هیڅ ډول خنډ رامنځته نه شي او مالیې وزارت اوس هم د ګمرکونو دویم رتبه ۹ بستونه او ۷۷ درېیم او څلورم بستونه چې ټول ټال ۸۶ بستونه کېږي ازادې سیالۍ ته وړاندې کړي دي.

په پای کې پرېکړه وشوه چې د ګمارنې په ټول بهیر کې دي رسنۍ، د مدني ټولنو استازې او متخصصین دې ګډون ولري، څو د روڼتیا او وړتیا اصل په ښه توګه پلی شي.