د مالیې وزارت سرپرست د ۱۳۹۸ مالي کال ملي بودیجې د منځني کال د بررسۍ په موخه د ولسي جرګې د مالي او بودجې او د ولسی جرګې د مختلفو کمیسیونو د استازو سره وکتل

admin_mof
چهارشنبه ۱۳۹۸/۵/۹ - ۱۰:۲۶
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناء چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د زمري میاشتې په ۸ مه نېټه د ۱۳۹۸ مالي کال ملي بودیجې د منځني کال د بررسۍ په موخه د ولسي جرګې له غړو سره وکتل.
د ولسي جرګې له مالي او بودیجوي کمېسیون سره په ناسته کې دواړو لوریو ټینګار وکړ، چې د یوې ملې، رڼې او اغېزمنې بودیجې لرلو لپاره د مالیې وزارت او ولسي جرګې ترمنځ لازمه همکاري او همغږي شتون لري او باید دا بهیر اوږدمهاله پاتي شي.
همدا شان د ولسي جرګې له غړو سره په جلا ناستو کې، د مالیې وزارت سرپرست هغوی ته د منځني کال په بررسۍ کې په عادي او پراختیایي بودیجه کې د بدلونو راوستو په هکله معلومات ورکړل.
د مالیې وزارت سرپرست د ولسي جرګې استازو ته ډاډ ورکړ، چې ستاسو نظرونه او وړاندیزونه به د هیواد نافذه قوانینو په رڼا او امکاناتو ته په کتو سره د ملي بودیجې په سند کې په پام کې ونیول شي.
په دې سربېره، په جلا ناسته کې د ولسي جرګې د مالي او بودیجوي کمېسیون له رئیس ښاغلي محمد عظیم محسني، سره د لیدنې پرمهال دواړو لوریو د ولسي جرګې په مرسته په مالي سکټور کې د اصلاحاتو په پلي کولو او د دې بهیر په دوام، د ملي بودیجې په سند کې د هغو پروژو په ورګډولو چې د افغانستان له اقتصادي ځان بسیاینې سره مرسته کوي، د حکومت له کړنو د ولسي جرګې په قانوني څارنه او نورو اړوندو مسایلو په تړاو بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

خبر

د ولسي جرګې مالي او بودیجوي کمېسیون رئیس وویل، چې د حکومت له کړنو څارنه د ولسي جرګې قانوني صلاحیت دی او ټینګار یې وکړ، چې په دې لاره کې به له حکومت سره مرسته کوي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۴۰
Background image

د ننګرهار ګمرک کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمانونو د تشرېح او پوهاوي سیمینار پیل شو

د غبرګولي۲۳مه ۱۴۰۵هـ.ل
د ننګرهار ګمرک ریاست له لوري د دې ریاست او تورخم ګمرک آمریت (۲۰۰) کارکوونکو لپاره د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د فرمانونو د ښه تطبیق په موخه د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۱:۴۱
Background image

د کورنۍ پلټنې لوی رئیس د امارتي املاکو لوی ریاست د رهبرۍ له پلاوي سره وکتل

د غبرګولي۲۳مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی رئیس ملا عصمت الله منیب په اړونده کاري برخه کې د ښې همغږۍ رامنځته کولو په موخه د امارتي املاکو له لوی رئیس الحاج حافظ عبدالقدیر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۰:۲۷
Background image

د مستوفیتونو له مسئولینو سره انلاین ناسته وشوه

د غبرګولي ۱۸مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د عملیاتي مرستیال په مشرۍ او د دغه ریاست تخنیکي مرستیال، اړوند رئیسانو، آمرینو او د تنفیذ او مالیاتي اطاعت پذیرۍ عمومي مدیرانو. . .

BACK TO NEWS