د مالیې وزارت سرپرست: د ۱۳۹۹ مالي کال په ملي بودیجه کې د ټولو ولایتونو اړتیاوې په متوازنه توګه په پام کې نیول کېږي

admin_mof
یکشنبه ۱۳۹۸/۴/۳۰ - ۱۴:۶
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلا کار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د چنګاښ میاشتې په ۳۰ مه نېټه په ولسي جرګه کې د بدخشان او ډاینکڼدي ولایتونو له استازو سره د مالیې وزارت په مقام کې وکتل.
دې کتنه کې د ولسي جرګې استازو د بدخشان او ډایکنډي ولایتونو د خلکو ستونزې، لومړیتوبونو ته په کتو سره د پراختیایي پروژو پلي کېدل، د روانو پروژو چټکېدل او په ملي بودیجه کې د ټولګټو پروژو ورګډېدل یې د مالیې وزارت له سرپرست سره شریک کړل.
 

خبر

د مالیې وزارت سرپرست وویل، چې د را روان مالي کال ملي بودیجه به د ولسي جرګې له استازو سره په همغږۍ، متوازنه او د لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره ترتیب او د ټولو ولایتونو شته ستونزو ته به رسېدنه وشي. .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲ - ۱۱:۳۰
Background image

د ۱۳۹۹ مالي کال ملي بودیجې طرحې تصویب

د ۱۳۹۹ مالي کال ملي بودیجې طرحه نن د سلواغې په ۲ مه نېټه په ولسي جرګه کې د خلکو استازو له لوري تصویب شوه.
د ۱۳۹۹ مالي کال ملي بودیجه په ټوله کې ۴۲۸ میلیارده افغانۍ ده، چې په دې کې ۲۸۹. . .

دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۳۰ - ۹:۳۲
Background image

د افغانستان زېربنایي وجهي صندوق د خپل مشرتابه کمېټې کلنۍ ناسته وکړه

د افغانستان زېربنایي وجهي صندوق د مشرتابه کمېټه، چې د اسیایي پراختیا بانک له لوري مدیریت کېږي، د حکومت د زېربنایي لومړیتوبونو د ملاتړ په موخه یې نن د مرغومې میاشتې په ۲۹ مه نېټه د. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۶ - ۱۱:۱۰
Background image

په هیواد کې د مالیې ورکړې فرهنګ دودولو په موخه د مالیاتي اوونۍ پیل

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د مرغومې میاشتې په ۲۵ مه نېټه په هیواد کې د مالیې ورکړې فرهنګ دودولو په موخه. . .

BACK TO NEWS