د مالیې وزارت مالي او اداري عمومي رئیس سید احسان طاهري او د اریانا افغان هوایي شرکت مدیره پلاوي رئیس د دې شرکت د مشرتابه (له عامل پلاوي) سره ولیدل

admin_mof
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۴ - ۸:۱۴
خبر

په دې لیدنه کې د شرکت د عامل او مدیره پلاوي ترمنځ د همغږۍ ښه کېدو، د چارو ښه مدیریت او ګډو هڅو، په بېلا بېلو مالي، سوداګریزو او عملیاتي برخو کې په اصلاحاتو، د الوتنو د ښو خدمتونو په وړاندي کولو، د مسافرینو د رضایت ترلاسه کول، عوایدو لوړېدو، د شرکت د لګښتونو په سپما او یو شمېر نورو مسایلو په تړاو خبرې وشوې.

ورپسې د اریانا افغان هوایي شرکت عمومي ریاست سرپرست سلیم رحیمي، د ۱۴۰۰ کال له پیل څخه د دې شرکت د ترسره شویو اجراآتو، پرمختګونو او لاسته راوړنو په تړاو مدیره پلاوي او عامل پلاوي غړو ته مفصل راپور وړاندي کړ او زیاته یې کړه، چې د اصلاحاتو راوستو، پېرېدونکو ته د خدمتونو وړاندي کولو، عوایدو لوړېدو او نورو برخو کې به په پوره صداقت او ریښتینولۍ هڅه کوي.

د اریان افغان هوایي شرکت مشرتابه د ا.ا.ج او مالیې وزارت د دوامداره ملاتړ مننه وکړه او د خپلو همکاریو ډاډ یې ورکړ.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۶:۳۴
Background image

د کندوز پوهنتون استادانو او سيکټوري ریاستونو سره د مالیاتي ظرفیت لوړوني په موخه ناستي وسوې

د مرغومي ۲۴مه، ۱۴۰۴هـ.ل 

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست له لوري د کندوز پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو استادانو او د سيکټوري ریاستونو استازو ته د افغانستان د مالیاتي نظام او د مالیاتو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۶:۲۹
Background image

د هیواد د یو شمېر مستوفیتونو د غیرمالیاتي عوایدو د وضعیت ارزوني ناسته وسوه

د مرغومي ۲۳مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر په مشرۍ د هیواد د (۱۳) مستوفیتونو د غیر مالیاتي عوایدو د وضعیت ارزولو په موخه پر لیکه (انلاین) بڼه ناسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۳:۵۱
Background image

له تېري ادارې څخه پر نظام باندي د داخلي خصوصي بنسټونو د پاتي پورونو څخه (۳،۳) میلیارډه افغانۍ ورکړل سوي دي

د مرغومي ۲۴مه ۱۴۰۴هـ.ل
د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) له منظورۍ سره سم؛ د مالیې وزارت له لوري له تېري ادارې څخه پر نظام باندي د یو شمېر خصوصي کورنیو قراردادي شرکتونو او حقیقي. . .

BACK TO NEWS