د مالیې وزارت مالي معین او کفیل په افغانستان کي د WFP له مشري سره وکتل
![خبر](/sites/default/files/2023-09/a53a26a8-09f2-48c6-b057-d9115cbe2130.jpeg)
د مالیې وزارت مالي معین او کفیل حاجي عبدالقدیر احمد په افغانستان کي د خوړو نړیوال پروگرام (WFP) له مشري، مېرمن «شاو وې لي» سره وکتل
په پیل کي مالي معین د (WFP) مسؤلینو ته د ښه راغلاست تر څنگ مننه وکړه، چي د خوړو نړیوال پروگرام په افغانستان کي خپل فعالیتونه جاري ساتلي او ډاډ ئې ورکړ، چي د مالیې وزارت به په بشري او پراختیایي برخه کي د (WFP) د فعالیتونو لپاره د لا ډېرو همکاریو او اسانتیاوو رامنځته کولو ته دوام ورکوي.
ښاغلي عبدلقدیر احمد غوښتنه وکړه، چي (WFP) دي د بشري مرستو تر څنگ په پراختیایي برخو کي هم مرستي وکړي، ترڅو د افغانانو ستونزو ته په دایمي او اساسي توگه رسېدنه وسي.
په افغانستان کي د (WFP) مشري له مالیې وزارت څخه مننه وکړه، چي په تېرو دوو کلونو کي ئې د بشري مرستو د رسولو په برخه کي یو لړ مهمي گمرکي او مالیاتي اسانتیاوي برابري کړي، چي د بشري فعالیتونو د پراختیا په برخه کي ئې مثبت اثر کړی دئ. مېرمن «لي» زیاته کړه، چي (WFP) د افغانستان وضعیت له نږدې څاري او د بهرنیو مرستو د راجلبولو په موخه به د افغانستان د وضعیت او د بشري مرستو په برخه کي د رامنځته سوو اسانتیاوو رښتینی انځور نړیوالو ته ورسوي.
په افغانستان کي د خوړو نړیوال پروگرام مشري ډاډ څرگند کړ، چي دوی به په افغانستان کي د اړوند وزارتونو سره په گډه د بشري مرستو د رسولو او پراختیایي مرستو د برابرولو برخه کي خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.