د مالیې وزارت منځنیو مالیه ورکوونکو ریاست د وزارتونو او خپلواکو ادارو د تدارکاتو او مالي ریاستونو سره ناسته وکړه
د منځنیو مالیه ورکوونکو ریاست د غبرګولې میاشتې په ۲۷ مه نېټه د وزارتونو او خپلواکو ادارو د تدارکاتو او مالي ریاستونو سره د مالیې وزارت په خیبر هال کې ناسته وکړه.
په دې ناسته کې چې د منځنیو مالیه ورکوونکو رئیس ښاغلي حبیب الله امین اندړ، د عوایدو سیستم رئیس ښاغلي سلیم کشاف، د وزارتونو او خپلواکو ادارو د تدارکاتو او مالي رئیسانو او مسؤلینو ګډون کړی وو، د منځنیو مالیه ورکوونکو او بودیجوي واحدونو ترمنځ د معلومات تبادله کولو په اسانتیاوو، د معلوماتي استعلامونو د جعل او تېرایستنو او ژر اجراآتو په کېدو، د سیګټاس سیستم (SIGTAS) او تعقیبولو سیستم (DTS) له لارې د اطلاعاتو په تبادلې، ټولو دولتي کارکوونکو ته د تشخیصیه لمبر (TIN) په وېش او د قراردادي مالیاتو د وضع کولو په څرنګوالي بحث او د نظرونو تبادله وشوه او په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې.
