د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې له سفیر سره د مخې ښې لیدنه وکړه

admin_mof
یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۲ - ۱۲:۲۶
خبر

د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، د وږې میاشتې په ۱ نېټه د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې له سفیر ښاغلي پیري میادون، سره په مالیې وزارت کې د مخې ښې لیدنه وکړه.

په پیل کې د مالیې وزارت سرپرست، د اروپایي ټولنې له سفیر څخه د دوه اړخیزه اړیکو پراخولو او پیاوړي کولو همدا شان په مالي او تخنیکي په ځانګړي توګه په مالي او د زېربنا برخه کې د دې ټولنې له مرستو څخه مننه وکړه.

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې سفیر خوښي وښوده، چې یاده ټولنه د امنیت د ټینګښت او ډموکراسۍ پراخولو په برخه کې چې له کبله یې ټول وګړي خپلو اساسي حقونو ته رسیږي ملاتړ کوي.

په دې ناسته کې د مالیې وزارت سرپرست، په عوایدي برخه کې له اداري فساد سره د مبارزې په تړاو معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې په عوایدي سرچینو کې د روڼتیا تامین د حکومت او نړیوالې ټولنې دوه اړخیزه ژمنه ده، چې موږ په دې برخه کې خپل پروګرامونه په جدي توګه پلي کوو. همدا شان د مالیې وزارت سرپرست، د کرونا ویروس د منفي اغیزو کمېدو او ځان بسیاینې په برخه کې د افغانستان د حکومت په پروګرامونو پاندې هم خبرې وکړې.

خبر

د دې ناستې په یوه برخه کې دواړو لوریو د افغانستان په تړاو د ۲۰۲۰ پراختیایي کنفرانس په اړه هم خبرې او د نظرونو تبادله وکړه. د مالیې وزارت سرپرست وویل، چې د افغانستان حکومت د یاد کنفرانس لپاره بشپړ چمتووالی لري او اړوند اساسي سندونه هم چمتو دي، چې د افغانستان له مرسته کوونکو سره شریک شوي دي.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې سفیر وویل، چې موږ هم له افغانستان سره له نږدې کار کوو، څو یو بریالی کنفرانس ولرو او له دې لارې د حکومت او نړیوالې ټولنې غوښتنې په ښه توګه عملي شي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۲:۳۸
Background image

د مالیې وزیر د عزیزي ګروپ له استازو سره وکتل

د کب ۲۶مه ۱۴۰۴ه۔ل

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند د دغه وزارت په مقام کي د عزیزي ګروپ له استازو سره وليدل. 
د دې لیدني په ترڅ کي د دواړو لوریو ترمنځ د غوره همغږۍ په موخه د عزیزي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۵۰
Background image

په ۱۴۰۴ کال کي د هیواد ګمرکي چارو (۱۲) سلنه پرمختګ کړی دئ

د کب۲۶مه ۱۴۰۴هـ.ل 
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد په مشرۍ د روان (۱۴۰۴) هـ.ل کال کي په ګمرکونو کي د ترسره سويو چارو د تخنیکي ارزوني ناسته پر لیکه او حضوري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۳:۹
Background image

د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د دې وزارت له کارکونکو څخه دیني او عقیدوي ازموینه ترسره سوه

د کب۲۰ مه، ۱۴۰۴ هـ.ل
د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست، د امر بالمعرف، نهی عن المنکر او د شکایتونو آوریدلو د مقام د حکم پر بنسټ، د دې وزارت له کارکونکو څخه د کارکونکو د دینی زدکړو د. . .

BACK TO NEWS