د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست د دې وزارت د ساختاري بدلونونو په اړه له رسنیو سره معلومات شریک کړل

د مالیې وزارت رهبرۍ نن د وري میاشتې په ۱۸ مه نېټه په مالیې وزارت کې د خبري کنفرانس له لارې د دې وزارت د ساختاري بدلولونو، د ملي عوایدو راټولولو د وضعیت، د پراختیایې بودیجې د لګښت، له کرونا سره د مبارزې پر وړاندې د مالیې وزارت دکړنو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په تړاؤ رسنیو سره معلومات وړاندې کړل.
د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال د افغانستان حکومت د نوري رهبرۍ له باور څخه مننه وکړه چې نوموړي چې ته یې د هیواد مالي چارو مسؤلیت سپاره او وویل:" له جلالتماب ولسمشر څخه مننه کوم چې موافقه یې وکړه څو هیڅ یوه اداره د دې وزارت څخه جلا نشي. نوموړي زیاته کړه چې د پخوا په څیر به د مالیې وزارت ټولې ادارې د دې وزارت تر چتر لاندې وي او مالیې وزارت به ولسمشرۍ عالي مقام او ملي شورا ته د ټولو ادارو د همغږۍ او راپور ورکولو مرجع وي."
په دې کنفرانس کې ښاغلي ارغندیوال ژمنه وکړه چې له اداري فساد سره به جدي مبارزې ته دوام وکوي. نوموړي زیاته کړه چې له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان وضعیت د نړۍ اکثرو هیوادونو په پرتله ښه دی، موږ د دې ویروس سره د مبارزې لپاره پوره چمتو والی لرو او زموږ هڅه داده چې په برخه کې د نړیوالو شریکانو او بنسټونو مرستې هم جذب کړو.
د مالیې وزارت سرپرست وویل موږ هڅه کو چې خصوصي سکټور پیاوړی کړو څو ملي اقتصاد وده وکړي.

د مالیې وزارت مالي معین ښاغلي عبدالحبیب ځدراڼ وویل چې د مالي کال له پیله تر اوسه پورې د حکومت په کچه موږ توانیدلي یو چې ۹ سلنه پراختیایې بودیجه او ۲۲ سلنه عادي بودیجه مصرف کړو چې د ټولې بودیجې ۱۸ سلنه جوړوي. نوموړي زیاته کړه چې د کرونا ویروس د خپریدو لپاره د هیواد وضعیت په ستونزمن حالت کی دی. د هیواد لوی ولایتونه د قرنطین حالت کې دي او زموږ پریکړه داده چې په وسني وضعیت هغه پروژې چې د اجرا وړ نه دي بودیجه یې د کرونا ویرس پر وړاندې مبارزې ته ځانګړې کړو.
ښاغلي ځدراڼ وویل چې د ولسمشرۍ عالي مقام د حکومونو له مخې تر اوسه ۶.۶ میلیارده افغانۍ د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره ځانګړي شوي دي. همداشان د کابینې له پریکړې سره سم ۱.۵ میلیارده افغانۍ ولایتونو ته ځانګړې شوي دي او په دې اړه ټول راتلوونکي پلانونه هم ترتیب شوي دي.
د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین ښاغلي عیسی قدرت وویل چې د کرونا ویروس د ملي عوایدو راټولیدو باندې منفي اغیزه کړی، د مالي کال له پیل څخه تر اوسه پورې مو ۵۵.۱ میلیارده افغانۍ عواید را ټول کړي دي چې د ټاکل شوي هدف په پرتله شاوخوا ۱۰ میلیارده افغانۍ (۱۵سلنه) کموالی ښیې. نوموړي وویل چې زموږ لومړنۍ وړاندوینه داده که اوسنی وضعیت همداسې دوام پیدا کړي د مالي کال تر پایه به ۱۵۳ میلیارده افغاني ملي عواید راټول کړو.

د مالیې وزارت د پالیسۍ معینې اغلی ناهید سرابي وویل: "په نړۍ کې د کرونا ویروس له خپریدو سره هم له نیکمرغه افغانستان سره د نړیوالې ټولنې ژمنې پر خپل ځای دي. نوموړې زیاته کړه چې د کرونا ویروس نه دی توانیدلی د افغانستان په اړه د پراختیایې مرسته کوونکو کنفرانس تر اغیز لاندې راولي او ټاکل شوی ده یاد کنفرانس د ۲۰۲۰ کال په پای کې د فنلند په کوربه توب په جینیوا کې جوړ شي.
د دې کنفرانس په پای کې د رسنیو پوښتنو ته ځوابونه هم وویل شول.