د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست: د هلمند ولایت څخه د غنمو پیر او د اوبو تنظیم مدیریت په بودیجه کې تنقیص نه راځي

admin_mof
پنجشنبه ۱۳۹۹/۲/۱۱ - ۱۹:۴۷
خبر

د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال نن د غویي میاشتې په ۱۱ مه نېټه د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزیر ښاغلي نصیر احمد دراني، د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزیر ښاغلي مجیب ارحمن کریمي او د اوبو چارو نظیم مدیریت ملي ادارې رئیس ښاغلي خان محمد تکل سره په مالیې وزارت کې وکتل.
په کتنه کې د مالیې وزارت سرپرست د یادو دولتي ادارو له رهبرۍ سره د یو شمېر هغو پروژو په تنقیصاتو چې اوس مهال د پلي کیدو وړ نه دي او یا هم لومړیتوب نلري، د یادو پروژو د بودیجې تعدیل او ځانګړی کول یې د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
د مالیې وزارت سرپرست وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس خپریدو ته په پاملرنې سره اوسنی ستونزمن حالت درکو او اړتیا لرو چې د کرونا ویرس له زیات خپریدو سره مبارزه وکړو او د هیواد له بیوزلو او زیانمنو خلکو سره مرسته وکړو.
نوموړي زیاته کړه اړتیا ته په کتو سره اوسني حالت کې هغه پروژې چې تدارکاتي پروسه یې نه ده بشپړه شوې، یا یې د پلي کیدو وضعیت یې ښه نه دی او یا هم اوسني حالت ته په کتو سره لومړیتوب نه لري، تنقیص په کې راولو او پیسې یې د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره ځانګړی کو. د مالیې وزارت سرپرست زیاته کړه چې د یادو دولتي ادارو د رهبرۍ راغوښتلو څخه موخه داده چې یاد تنقیصات له یادو ادارو سره په همغږۍ رامنځته او د پروژو بودیجه داسې تعدیل شي چې په مهمو ملي او لومړیتوب لرونکو پروژو منفي اغیزه ونکړي.

خبر

د یادو ادارو رهبرۍ وویل چې اوسني ستونزمن حالت ته په پام سره، دې حالت ته چمتو والی لري او د یادو برخو تخنیکي مطالعات تر سره شوي او دوی د مالیې وزارت د بودیجې لوی ریاست له تخنیکي ټیم سره په اړیکه کې دي. دوی زیاته کړه چې موږ له یو شمېر پروژو څخه بودیجه تنقیصو څو له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې ولګول شي که چیرې د مالي کال په منځ کې د هیواد اقتصادي وضعیت ښه شو مالیې وزارت دې یادو پروژو ته بیرته پیسې ځانګړې کړي.
په پای کې پریکړه وشوه چې د یادو ادارو تخنیکي ټیمونه دې ژر تر ژره اړوندې پروژې او د تنقیصاتو کچه روښانه کړي او له مالیې وزارت سره په توافق دې یاد تنقیصات تر سره شي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۲:۳۸
Background image

د مالیې وزیر د عزیزي ګروپ له استازو سره وکتل

د کب ۲۶مه ۱۴۰۴ه۔ل

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند د دغه وزارت په مقام کي د عزیزي ګروپ له استازو سره وليدل. 
د دې لیدني په ترڅ کي د دواړو لوریو ترمنځ د غوره همغږۍ په موخه د عزیزي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۵۰
Background image

په ۱۴۰۴ کال کي د هیواد ګمرکي چارو (۱۲) سلنه پرمختګ کړی دئ

د کب۲۶مه ۱۴۰۴هـ.ل 
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد په مشرۍ د روان (۱۴۰۴) هـ.ل کال کي په ګمرکونو کي د ترسره سويو چارو د تخنیکي ارزوني ناسته پر لیکه او حضوري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۳:۹
Background image

د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د دې وزارت له کارکونکو څخه دیني او عقیدوي ازموینه ترسره سوه

د کب۲۰ مه، ۱۴۰۴ هـ.ل
د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست، د امر بالمعرف، نهی عن المنکر او د شکایتونو آوریدلو د مقام د حکم پر بنسټ، د دې وزارت له کارکونکو څخه د کارکونکو د دینی زدکړو د. . .

BACK TO NEWS