د مالیې وزارت نویو ګومارل سوو کارکوونکو ته د کمپیوټر دوه میاشتنی روزنیز کورس جوړ سو!

syllab_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۱۴:۵۲
...............

 

د مالیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د مرکز نویو ګومارل سوو کارکوونکو ته د کمپیوټر دوه میاشتنی روزنیز کورس جوړ کړ.
د دغه پروګرام په پرانیستغونډه کي، چي د دغه وزارت په خیبرهال کي جوړ سوې وه، د بشري سرچینو رئیس مولوي احمدشاه شاکر، د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس عمران احمد فرحان او یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون کړی وو.
د بشري سرچینو رئیس مولوي احمدشاه شاکر د غونډي ګډونوالو ته په خطاب کي وویل، خوښ یم، چي ستاسي په څېر ځوانان په دې نظام کي حضور لري، د دې نظام د پیاوړتیا او د شهیدانو د پاتي ارمانونو د پوره کولو لپاره هیڅ ډول هڅي مو ونه سپموئ او لکه څنګه مو، چي د جګړې په ډګر کي د دغه اسلامي نظام دښمنان مات کړل، د مسلکي پوهي په ترلاسه کولو او د خپل ظرفیت او وړتیا په لوړولو سره په اقتصادي، فرهنګي، اخلاقي او د ټکنالوژۍ په ډګر کي هم پوره هڅي وکړئ. دا نظام د لا پیاوړتیا او راتلونکي نسل ته د یوې الګو په توګه اقتصادي او فرهنګي کار ته اړتیا لري.
د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس عمران احمد فرحان په خپلو خبرو کي وویل، چي دغه روزنیز پروګرامونه ستاسو د پوهي د کچي د لوړولو او د کاري وړتیا لوړولو لپاره یو ښه فرصت دئ؛ ترڅو په خپله کاري برخه کي اغېزمن تمام سئ؛ نو له روزنیزو پروګرامونو څخه پوره ګټه پورته کړئ او هغه څه چي په نظري بڼه زده کوئ په عمل کي ئې هم پلي کړئ.
د یادوني وړ ده، چي په دغه دوه میاشتني پروګرام کي ګډونوالو ته د ورډ او اېکسل پروګرامونه تدریسېږي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۱:۳۸
Background image

د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو د څار هیئت لسمه ناسته وسوه

د وري۳۰مه ۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو د څار هیئت لسمه ناسته د اقتصادي وزارتونو او ادارو د با. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۱:۳۸
Background image

د یو شمېر مستوفيانو د اداري کړنو کلنۍ ارزونه وسوه

د وري ۲۷مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر په مشرۍ د (۲۰) تنو مستوفيانو د اداري فعالیتونو د (۱۴۰۴) هـ.ل کال د کلنۍ ارزوني ناسته د عوایدو او ګمرکونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۱:۸
Background image

د عوایدو لوی رئیس له مرکزي مالیاتي ادارو څخه لیدنه وکړه

د وري ۲۶مه ۱۴۰۵ هـ.ل 

د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر، مالیه ورکوونکو ته د خدمتونو وړاندي کولو ریاست، د کوچنیو مالیه ورکوونکو ریاست او د مالیه ورکوونکو د تشخیصیه نمبر له. . .

BACK TO NEWS