د مالیې وزیر د هیواد د شمال زون د یو شمېر ولایتونو له مسؤلینو سره وکتل!

admin_mof
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۵ - ۱۲:۱۰
...........

 

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند د هیواد شمال زون ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کي، د کندز، سمنګان، بغلان او سرپل ولایتونو له ولایتي مسؤلینو او مستوفیانو سره وکتل.

په دې کتنو کي، چي د ګمرکونو لوی رئیس مفتي عبدالمتین سعید او یو شمېر نورو مسؤلینو هم حضور درلود، د مستوفیتونو او ولایتي ادارو پر لا ښي همغږۍ، په شفاف ډول د مالیاتو پر راټولولو، د لګښتونو پر ښه مدیریت، د ملي عوایدو په راټولولو کي د ولایتي او مالیاتي ادارو ترمنځ په لازمه همکارۍ، خبري او د نظرونو تبادله وسوه.

همدا رنګه د مالیې وزیر د ولایتونو مالیاتي ادارو مسؤلینو ته لازمي سپارښتني وکړې او د بي ځایه لګښتونو پر مخنیوي او اصولي کړنو په ترسره کولو ئي ټینګار وکړ، ترڅو مالیات په ټاکلي وخت او شفاف ډول راټول او ملي خزانې ته وسپارل سي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۳۱
Background image

د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه ناسته وسوه

د غویي۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه، د چارو ادارې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې او د مالیې وزارت د استازو په ګډون د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵
Background image

د امارتي املاکو لوی ریاست پلاوي لغمان او ننګرهار ولایتونو ته سفر وکړ

د غویي۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د مالیې وزارت د امارتي املاکو د لوی رئیس الحاج حافظ عبدالقدیر حقاني په مشرۍ د دغه ریاست تخنیکي او مسلکي پلاوي لغمان او ننګرهار ولایتونو ته رسمي سفر وکړ. 
دغه پلاوي د. . .

BACK TO NEWS