د مرکزي اسیا اقتصادي او سیمه ایزو همکاریو سازمان (CAREC)، اسیا پراختیایي بانک او کریک انسټیټیوټ د لوړ پوړو چارواکو ناسته

admin_mof
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۳۰ - ۸:۴۸
خبر

د مالیې وزارت مالي مرستیال او د کریک پروګرام نوبتي رئیس ښاغلي عبدالحبیب ځدراڼ په مشرۍ د غړو هیوادونو د استازو په حضور کې د مرکزي اسیا اقتصادي او سیمه ایزو همکاریو سازمان (CAREC)، اسیا پراختیایي بانک او کریک انسټیټیوټ د لوړ پوړو چارواکو ناسته د تلې میاشتې په ۲۹ مه نېټه د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه.

په دې ناسته کې، د جندر په ستراتېژیو، تر ۲۰۳۰ کال پورې د غړیو هیوادونو لپاره د دې سازمان د توریزم او روغتیا په تړاو بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

خبر

د مالیې وزارت مالي مرستیال، د ټرانسپورټ، انرژۍ او سیمه ایز اتصال له لارې د دې سازمان د ستراتېژۍ پلي کولو او ملاتړ لپاره د افغانستان د همکاریو ډاډ ورکړ. په دې ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د دې حوزې د وزیرانو ناسته دې د روان کال د ډسامبر میاشتې په ۷ مه نېټه د افغانستان د مالیې وزیر په مشرۍ ترسره شي، چې په هغه کې به د یادو ستراتېژیو د نهایي کولو په تړاو پرېکړه وشي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۳:۲۷
Background image

د اداري معینیت د رهبرۍ ناسته کې پر مهمو موضوعاتو خبرې وشوې

د زمري۱۴مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د اداري معین مولوي دوست محمد مخلص په مشرۍ، په (۱۴۴۸) هـ.ق کال کې د اداري معینیت د رهبرۍ لومړۍ ناسته د اړوندو رئیسانو په ګډون د دغه معینیت د غونډو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۵:۴۹
Background image

د دفاع وزارت د سرمفتشیت کارکوونکو لپاره دایر شوی روزنیز پروګرام پای ته ورسېد

د زمري۱۳مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی ریاست له لوري د دفاع وزارت د سرمفتشیت کارکوونکو لپاره د پلټنې په تړاو یو میاشتنی تخصصي روزنیز پروګرام په بریالیتوب پای ته ورسېد.
په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۰:۱۶
Background image

د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ هیئت نهمه ناسته وشوه

د زمري۱۳مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفرمحمد سحر په مشرۍ د عوایدو د تخنیکي مرستیال، د مستوفیتونو چارو مرستیال او د یو شمېر رئیسانو او آمرینو په ګډون د. . .

BACK TO NEWS