د مستوفیتونو د خدمتونو وړاندي کولو آمریتونو د تېرو درېیو ربعو عوایدي وضعیت وارزول سو

syllab_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۴:۵۲
............

د سلواغې۸مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر په مشرۍ د مستوفیتونو د خدمتونو وړاندي کولو آمریتونو د روان (۱۴۰۴)هـ.ل کال د تېرو درېیو ربعو (۹ میاشتو) د عوایدي وضعیت د ارزوني آنلاین ناسته د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په تالار کي وسوه.
په دغه ناسته کي د عوایدو لوی رئیس، د عوایدو د مستوفیتونو مرستیال، مستوفيانو، اړوندو رئیسانو او تخنیکي غړو او د مستوفیتونو د خدمتونو وړاندي کولو آمرینو ګډون کړی وو.
د ناستي په لړ کي د ولایتونو د عوایدو د پراختیا او همغږۍ رئیس مفتي عبدالغفار سلیم په خپلو خبرو کي د هیواد د عوایدو د اوسني وضعیت په اړه هر اړخیز معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل.
وروسته بیا د مستوفیتونو د خدمتونو وړاندي کولو آمریتونو د تېرو درېیو ربعو عوایدي وضعیت د ټاکل سویو عوایدي اهدافو پر بنسټ وارزول سو، چي له مخي ئې یاد آمریتونه توانېدلي دي، چي له ټاکل سویو اهدافو څخه زیات عواید راټول کړي.
ورپسې د مالیه ‌ورکوونکو د خدمتونو رئیس مولوي اسدالله ساجد، په مرکز او ولایتونو کي د خدمتونو وړاندي کولو آمریتونو له لوري د یو شان پر وخت او معیاري خدمتونو د وړاندي کولو پر اهمیت ټینګار وکړ او له ګډونوالو ئې وغوښتل، چي له مرکزي ادارو سره په همغږۍ مراجعینو ته معیاري خدمتونه وړاندي کړي.
د ناستي په پای کي د ګډونوالو پوښتني، نظریات او ستونزي واورېدل سوې او د لازمي همکارۍ ډاډ ورکړل سو.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۳:۴۹
Background image

د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو نوی معین معرفي شو

د زمري۱۵مه ۱۴۰۵هـ.ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم پر بنسټ حاجي نعمت الله حسن، چې د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو د معین په توګه ټاکل شوی وو، نن د یو لړ مراسمو په ترڅ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۳:۲۷
Background image

د اداري معینیت د رهبرۍ ناسته کې پر مهمو موضوعاتو خبرې وشوې

د زمري۱۴مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د اداري معین مولوي دوست محمد مخلص په مشرۍ، په (۱۴۴۸) هـ.ق کال کې د اداري معینیت د رهبرۍ لومړۍ ناسته د اړوندو رئیسانو په ګډون د دغه معینیت د غونډو په. . .

BACK TO NEWS