د ملي بانک او نوی کابل بانک د یوځای کېدو په اړه غونډه جوړه شوه

admin_mof
یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۶ - ۸:۵
خبر

د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، په مشرۍ د وږې میاشتې په ۱۵ مه نېټه د ملي بانک او نوي کابل بانک د یوځای کېدو په موخه په مالیې وزارت کې ناسته جوړه وشوه.

په دې ناسته کې د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي، د افغانستان د مرکزي سرشمېرنې ادارې رئیس ښاغلي احمد جاوید رسولي، د مالیې وزارت مالي مرستیال ښاغلي عبدالحبیب ځدراڼ، د کابل بانک او ملي بانک رئیسانو او د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې استازي ګډون کړی وو.

په پیل کې د افغانستان بانک سرپرست د یادو دواړو بانکونو د وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړل او وویل چې د یادو بانکونو د یوځای کېدو موخه د کارونو اغېز زیاتول او خلکو ته د دولتي بانکونو له لوري د غوره خدمتونو وړاندې کول دي.

د افغانستان د مرکزې سرشمېرنې ادارې رئیس وویل، چې د جلالتماب ولسمشر له حکم سره سم موږ د دواړو بانکونو تخنیکي سیستمونه څېړلي، د دواړو بانکونو څرنګوالی او وړتیاوې مو پېژندلي او طرحه مو چمتو کړي ده، چې په دې طرحه کې د یادو بانکونو د یوځای کېدو لنډمهاله، منځمهاله او اوږدمهاله اقدامات روښانه شوي دي.

د دې ناستې په یوه برخه کې د دواړو بانکونو رئیسانو د یادو بانکونو د اوسني وضعیت او سیستمونو په اړه معلومات وړاندې کړل او دواړو لوریو د بانکونو یوځای کیدو ته چمتو والی وښود.

د مالیې وزارت سرپرست وویل، چې د جلالتماب ولسمشر د حکم له مخې ملي بانک او نوی کابل بانک یوځای کېږي او دا د پیسو نړیوال صندوق سره د حکومت ژمنه هم ده. نوموړي زیاته کړه، چې د ټولو ادارو نظرونه باید راټول او مالیې وزارت ته واستول شي څو یوه واحده طرحه چمتو او د ولسمشرۍ عالي مقام ته وړاندې شي، چې د دوی د نظرونو له اخیستو وروسته یې عملي چارې پیل شي.

خبر

په پای کې پرېکړه وشوه، چې د ولسمشرۍ عالي مقام له نظرونو اخیستو وروسته د یادې طرحې په تړاو د افغانستان له نړیوالو شریکانو په ځانګړي توګه د پیسو له نړیوال صندوق او نړیوال بانک سره تخنیکي سلا مشورې هم وشي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۴
Background image

د کورنۍ پلټني لوی رئیس او ورسره مل پلاوي یو شمېر لوېدیځو ولایتونو ته سفر وکړ

د غويي۵مه۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی رئیس ملا عصمت الله منیب په مشرۍ یوه پلاوي د چارو د ارزوني او د پلټني سپارښتنو د تطبیق د تعقیبولو په موخه د هرات، فراه او نیمروز. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۳۱
Background image

د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه ناسته وسوه

د غویي۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه، د چارو ادارې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې او د مالیې وزارت د استازو په ګډون د دې. . .

BACK TO NEWS