د ملي بس دولتي شرکت د مدیره پلاوي ناسته وشوه

admin_mof
شنبه ۱۴۰۰/۴/۲۶ - ۱۱:۹
خبر

د مالیې وزارت د خدماتو رئیس اجمل وزیري په مشرۍ چې د مدیره پلاوو ټولو غړو یې هم ملتیا کوله، د ملي بس دولتي شرکت د مدیره پلاوي ناسته د اداري معینیت د کنفرانسونو په تالار کې وشوه.

د ملي بس دولتي شرکت ریاست تر دې وړاندې د ټرانسپورټ وزارت په چوکاټ کې فعالیت درلود، خو د دولتي شرکتونو د قانون له مخې د دې شرکت مدیریت مالیې وزارت ته سپارل شوی دی او یاد وزارت د شرکت د ټولو فعالیتونو څارنه او مدیره پلاوي د ریاست چارې پر غاړه لري.

په دې ناسته کې دواړو لوریو د ملي بس شرکت په بیا جوړېدنه، د ښاري ټرانسپورټ د خدمتونو په وړاندې کولو، د شرکت داخلي وضعیت ښه کېدو، د عوایدو لوړېدو، د شرکت په لګښتونو کې سپما، د ۱۵ کلن بېلانس په ترتیبولو، اوسني تشکیل کې د اصلاحاتو په راوستو او د معاشونو د سکېل په تصویب بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

خبر

د ناستې په پای کې د زورواکو له لوري د دې شرکت د جایداد د غصب او د شرکت د جایدادونو کرایې د نه ورکړې په تړاو مشخص وړاندیز وشو او په هکله یې اړینې پرېکړې وشوې.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۶:۱۸
Background image

له مالیې وزارت څخه د کندهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي د محصلینو علمي لیدنه

د غویي۱۶مه۱۴۰۵ هـ.ل
د کندهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي محصلینو، د یو شمېر استادانو په ملتیا د «علمي سیر» تر عنوان لاندي له مالیې وزارت څخه لیدنه وکړه. د دې لیدنې موخه د دې وزارت له بېلابېلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۱:۵۴
Background image

د عوایدو او ګمرکونو معینیت د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ یوولسمه ناسته وشوه

د غویي۱۵مه١٤٠٥ هـ.ل 
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د دغه معینیت د اړوندو ریاستونو د رئیسانو او مسئولینو په ګډون د اداري چارو د یوشان پرمخ. . .

BACK TO NEWS