د ملي بودیجې عمومي ریاست تخنیکي ټیم د هیواد (۱۶) ولایتونو ته سفر وکړ

syllab_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۴:۴۱
............

د لېندۍ ۹مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د ملي بودیجې عمومي ریاست تخنیکي ټیم د هیواد (۱۶) ولایتونو (بامیان، نورستان، کنړ، بدخشان، تخار، کندوز، جوزجان، سرپل، فاریاب، بلخ، نیمروز، فراه، هرات، سمنګان، بغلان، او پروان) ته د خپلو رسمي سفرونو په لړ کي د دغو ولایتونو د مستوفیت کارکوونکو، د دویمي واحدونو او ښاروالیو مالي مسئولینو ته (د ملي بودیجې د ترتیب او اجراء) تر عنوان لاندي روزنیز ورکشاپونه ترسره کړل.
د دغه روزنیزو ورکشاپونو په ترڅ کي، چي په هر ولایت کي په جلا جلا ډول ترسره سول، ګډونوالو ته د عامه مالي چارو، ادارې او د بودیجې د ارزښت، په ولایتونو کي د ملي بودیجې غوره ترتیب، د بودیجوي کارېدونکو اصطلاحاتو د پېژندني، د عمومي بودیجې د ترتیب، ولایتي بودیجې جوړوني، د ښاروالیو د بودیجې، د ملي بودیجې د اجراء او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په تړاو هر اړخیز معلومات وړاندي سول.
د یادو ورکشاپونو په پای کي ګډونوالو هم په خپل وار سره خپل نظریات، وړاندیزونه او ستونزي شریکي کړې، چي د اړوندو مسئولینو له لوري ورته د ژر رسېدني او پوره همکارۍ ډاډ ورکړل سو.
هېره دي نه وي، چي د مالیې وزارت تل په دې هڅه کي دئ، چي د ملي بودیجې د غوره ترتیب او پلي کولو په موخه د عامه پوهاوي او ظرفیت لوړوني ورته روزنیز پروګرامونه لا وغځوي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۵۶
Background image

د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کي د څه باندي (۸۵.۴) میلیونه افغانیو په ارزښت د درېیو پروژو چاري پیل سوې

د سلواغې ۱۶مه۱۴۰۴ هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د هرات ولایت د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کي د څه باندي (۸۵.۴) میلیونه افغانیو په ارزښت د درې بابه هنګرونو او د یاد ګمرک د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۰:۴
Background image

نیمروز کي سوداګرو، صنعتکارانو او د خصوصي سیکټور استازو ته د افغانستان مالیاتي نظام په اړه معلومات ورکړل سول

د سلواغې ۱۶مه، ۱۴۰۴ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست له لوري د نیمروز ولایت سوداګرو، صنعتکارانو، صرافانو، اصنافو، ډاکټرانو او د خصوصي سیکټور استازو ته د افغانستان د مالیاتي نظام. . .

BACK TO NEWS