د موټر پلورونکو اتحادیې له مسئولینو سره ناسته وشوه
د تلې۷مه ۱۴۰۵ هـ.ل
د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفرمحمد سحر په مشرۍ د موټر پلورونکو د اتحادیې له مسئولینو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
په پیل کې د عوایدو لوی رئیس وویل، چې د عوایدو او مالیاتو د راټولولو په برخه کې د شته ستونزو د حل او مالیه ورکوونکو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره له بېلابېلو صنفي اتحادیو سره د همغږۍ ناستې کېږي او د عوایدو لوی ریاست هڅه کوي، چې د مالیه ورکوونکو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي او د مالیاتو د ورکړې بهیر لا اسانه او منظم شي؛ ځکه د مالیاتو پر وخت تحویلي د هیواد د عامه خدمتونو، پرمختیايي چارو او بنسټیزو پروژو د تمویل له پاره مهمه ونډه لري.
د موټر پلورونکو له لوري د عدلیې وزارت د رسمي چاپ شویو سیټونو پر ځای د خپلو چاپ شویو پاڼو د کارولو، د موټرونو له پېرېدونکو څخه د یوې سلنې مالیې د اخیستلو او مالیاتي ادارې ته د نیمې سلنې د تحویلولو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
د موټر پلورونکو د اتحادیې استازو هم خپل یو شمېر وړاندیزونه او ستونزي له مسئولینو سره شریکې کړې، چې له هر اړخیز بحث وروسته پر یو شمېر موضوعاتو لازمې پرېکړې وشوې.
