د ټاپي پروژه د افغانستان لپاره ملي او د شکيلو هیوادونو لپاره حیاتي ارزښت لري

admin_mof
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۲ - ۱۶:۹
خبر

دغه څرګندوني د مالیې وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال وپا حاجیف (Wepa Hajyyev) سره د ليدني پرمهال وکړې.

په دې کتنه کي په افغانستان کي د ترکمنستان سفیر حجه اوزوف (Hoja Ovezov) د ټاپي پروژې رئیس محمد میرات امانوف (Mohammetmyrat Amanov) ورسره مل پلاوي او د مالیې وزارت یو شمېر لوړ پوړو مسؤلینو ګډون کړی وو، چي پرمهال يې دواړو لوریو په افغانستان کي د ټاپي پروژې پر عملي پیلېدو چي څو پړاوونه لري خبري وکړې. ددې پروژې لومړی پړاو د هرات ولايت له تورغونډۍ څخه پیل بيا تر ګذرې ولسوالۍ پوري غځيږي. په ليدنه کي د پروژې پر پانګونه چي ۵۸۸ میلیونه ډالره یې د ترکمنستان هیواد له لوري ورکول کيږي، تخنیکي مسایلو او د مځکو د استملاک چارو اړوند هم خبري وسوې، چي سروې به یې ۲۰ ورځي وخت ونیسي. دغه راز د دواړو اړخونو په هوکړه د جنورۍ له ۲۰ نېټې وروسته د تخنیکي چارو او مځکو د استملاک د ارزوني په موخه افغانستان ته د تخنیکي ډلي راتګ او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په تړاو هم بحث او د نظرونو تبادله وسول.

د هيواد دمالیې وزیر یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چي د ټاپي پروژه د افغانستان او شکيلو هیوادونو لپاره اړینه او ملي پروژه ده، زموږ او ستاسو دواړه وروڼه ملتونه یې پلي کولو او راتلونکو پایلو ته سترګي په لاره دي. الحاج ملا هدایت الله بدري زیاته کړه، چي د افغانستان حکومت په بشپړ ډول د دې پروژې پلي کولو ته ژمن او همکار دی او د پروژې د پلي کولو په بهیر کي به هیڅ راز امنیتي او د نورو همکاریو په برخه کي ستونزه پېښه نه سي، څو دغه پروژه ژر تر ژره پیل سي.

خبر

د یادوني وړ ده، چي په لومړي پړاو کي به ددې پروژې نږدې ۲۰ میلیونه امریکایي ډالره د پروژې په ورڅېرمه سیمو کي په ټولنیزو او رغنیزو چارو ولګول سي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د عوایدو لوی ریاست مسئولینو له مستوفیتونو سره انلاین ناسته وکړه

د غبرګولي ۳۱مه۱۴۰۵ هـ.ل

د عوایدو لوی ریاست د چارو د لا ښې همغږۍ، یوشانوالي او اغېزمنتیا په موخه د عوایدو د عملیاتي مرستیال په مشرۍ له ټولو مستوفیتونو سره آنلاین ناسته وکړه.
په دې ناسته. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۱:۴۲
Background image
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۱:۷
Background image

د عوایدو لوی رئیس د کورنیو او نړیوالو مؤسسو له مسئولینو او استازو سره ناسته وکړه

د غبرګولي۳۱مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر په مشرۍ او د عوایدو عملیاتي مرستیال، د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست استازو او د لسګونو داخلي او نړیوالو. . .

BACK TO NEWS