د پایداره پراختیایي موخو ملاتړ د پلټنې نړیوال کنفرانس ترسره شو

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۳/۸ - ۱۳:۴
خبر

د ترکمنستان هیواد په کوربتوب د ویډیو کنفرانس له لارې د ملګرو ملتونو د پایداره پراختیایي موخو ملاتړ د پلټنې نړیوال کنفرانس نن د غبرګولې میاشتې په ۸ مه نېټه ترسره شو.

په دې کنفرانس کې د ملګرو ملتونو پایداره پراختیایي موخو مسؤل، د پیسو نړیوال صندوق اجرائیوي مرستیال او د منځنۍ اسیا هیوادونو د اقتصادي چارو وزیرانو او مرستیالانو ګډون کړی وو.

په یاد کنفرانس کې د مالیې نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، او د اقتصاد وزیر ښاغلي مصطفی مستور؛ د افغانستان په استازیتوب خبرې وکړې.

په پیل کې د پیسو نړیوال صندوق اجرائیوي مرستیال او د ملګرو ملتونو پایداره پراختیایي موخو مسؤل، په اقتصاد، سوداګرۍ، راکړه ورکړه باندې د کرونا ویروس په منفي اغېزو خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د کرونا ویروس خپرېدو د نړۍ په کچه بېکاري او بېوزلي رامنځته کړې. نوموړي زیاته کړه، اړتیا ده، چې د دې ستونزو د هواري لپاره په یوه خوله او ګډه کار وکړو. هغه زیاته کړه، چې اوسني ستونزمن حالت ته په کتو د ملګرو ملتونو او پیسو نړیوال صندوق د وړاندوېینې پربنسټ د منځنۍ اسیا هیوادونو اقتصادي وده به له ۳ تر ۴ سلنې پوري را ښکته شي.

خبر

د مالیې وزارت سرپرست ښاغلي ارغندیوال، د دې کنفرانس په یوه برخه کې د کنفرانس د کوربتوب له کبله له ترکمنستان هیواده د مننې ترڅنګ د کرونا له ویروس سره د مبارزې لپاره د مالي کڅوړې ترتیبېدو په تړاو معلومات ورکړل. هغه وویل، چې کرونا ویروس نه یوازې د منځنۍ اسیا هیوادونو په اقتصاد بلکې د نړۍ په کچه یې په اقتصادي وده منفي اغېزې کړې دي.

د مالیې وزارت سرپرست وویل، چې هیوادونه دي د پایداره پراختیا پروګرامونه داسي عیار کړي، چې د هیوادونو د پیاوړتیا سبب شي او د کرونا ویروس د ستونزو د حل لپاره مطلوبه لاره ومومي. هغه زیاته کړه، اړتیا ده چې د هیوادونو اوسني وضعیت ته په کتو د پایداره پراختیایي پروګرامونو ملاتړ له سره و ارزول شي.

د افغانستان د اقتصاد وزیر ښاغلي مصطفی مستور وویل، چې کرونا ویروس به د تېرو کلونو په پرتله د افغانستان اقتصادي وده کمه کړي  او د بېکارۍ او بېوزلۍ سبب ګرځي. هغه زیاته کړه، چې موږ د پایداره پراختیا ملاتړ ته ژمن یو او د ۲۰۲۰ او ۲۰۳۰ کلونو لپاره اړونده ستراتېژي د افغانستان د حکومت له لوري منظور شوې ده.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴
Background image

د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۹) شکایتونو ته رسېدنه کړې ده

د غويي۷مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډوني او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۴
Background image

د کورنۍ پلټني لوی رئیس او ورسره مل پلاوي یو شمېر لوېدیځو ولایتونو ته سفر وکړ

د غويي۵مه۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی رئیس ملا عصمت الله منیب په مشرۍ یوه پلاوي د چارو د ارزوني او د پلټني سپارښتنو د تطبیق د تعقیبولو په موخه د هرات، فراه او نیمروز. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۳۱
Background image

د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه ناسته وسوه

د غویي۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه، د چارو ادارې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې او د مالیې وزارت د استازو په ګډون د دې. . .

BACK TO NEWS