د پلټني معلوماتو د مدیریت او شکایتونو د تعقیب سیسټم ګټي اخستني ته وسپارل سو

admin_mof
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۶ - ۲۰:۲۲
خبر

د کورنۍ پلټني د اصلاحاتو په لړ کي د پلټني معلوماتو د مدیریت سیسټم (Audit Management Information System) او همدارنګه د شکایتونو تعقیب سیسټم (Complaints Tracking System) د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست د رهبرۍ په هڅو او زیار رامنځته سو، چي د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست د پلټني اصلاحاتو دفتر له لوري د کورنۍ پلټني لوی ریاست رهبرۍ ته د معلوماتو او توضیحاتو له ورکولو وروسته د کورنۍ پلټني لوی رئیس ښاغلي انجنیر عبداللطیف خالد له لوري یاد سیسټمونه رسماً افتتاح او ګټي اخستني ته وسپارل سول.

په همدې موخه رابلل سوي ناسته کي د کورنۍ پلټني لوی رئیس ښاغلي انجینر عبداللطیف خالد د کورنۍ پلټني د لا روڼتیا په خاطر د ټولو چارو پر کمپیوټري کولو ټینګار وکړ او اړونده ریاستونو ته یې لارښوونه وکړه، چي په ټولو پلټونو کي له یادو سیسټمونو څخه ګټه واخلي.

د کورنۍ پلټني لوی رئیس وویل، چي د هيواد په کچه په لومړي ځل د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني په لوی ریاست کي له دا ډول سیسټمونو څخه ګټه اخستل کيږي او کورنۍ پلټنه په بشپړ ډول کمپیوټري کيږي. نوموړي زیاته کړه چي له دې وروسته به له بېلابېلو مرجعو څخه ترلاسه سوو شکایتونو ته د ښې رسېدني په خاطر د شکایتونو د تعقیب له نوي رامنځته سوي سیسټم څخه د کورنۍ پلټني په لوی ریاست کي کار اخيستل کیږي او دا ریاست به په ټول توان سره هڅه کوي چي ټولو شکایتونو ته پر وخت او سمه توګه رسېدنه وسي.

ښاغلي انجنیر عبداللطیف خالد هیله څرګنده کړه، چي د چارو د سمون او اغېزمنتیا په موخه به په نږدې راتلونکي کي دا ډول نور سیسټمونه لکه الکترونیکي آرشیف او د اسنادو پروسس مدیریت معلوماتي سیسټم (Electronic (Archive & Document Process Management Information System هم رامنځته سي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۳۱
Background image

د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه ناسته وسوه

د غویي۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه، د چارو ادارې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې او د مالیې وزارت د استازو په ګډون د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵
Background image

د امارتي املاکو لوی ریاست پلاوي لغمان او ننګرهار ولایتونو ته سفر وکړ

د غویي۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د مالیې وزارت د امارتي املاکو د لوی رئیس الحاج حافظ عبدالقدیر حقاني په مشرۍ د دغه ریاست تخنیکي او مسلکي پلاوي لغمان او ننګرهار ولایتونو ته رسمي سفر وکړ. 
دغه پلاوي د. . .

BACK TO NEWS