د چارواکو ژوندلیک

د پالیسۍ مرستیال ناهید سرابی

د مالیې وزارت پالیسۍ مرستیاله اغلې ناهید سرابي، په ۱۹۸۶ کال د غزني ولایت سراب په سیمه کې زېږېدلې.
نوموړې خپلې لومړنۍ زده کړې په کابل کې تر سره کړي، د طالبانو د رژيم پر مهال یې کورنۍ پاکستان ته کډواله شوه.
د طالبانو د رژیم له ړنګېدو وروسته مېرمن سرابي، هیواد ته را ستنه شوه، د کابل پوهنتو فلسفې او علومو په پوهنتځي کې یې لوړو زده کړو ته دوام ورکړ. نوموړې په هند کې د زده کړو د دوام په موخه د هند د کلتوري اړیکو (ICCR) له شورای څخه سکالرشیپ ترلاسه کړ.
همدارنګه یې په ډهلي کې د ښځو لپاره (Indraprastha) له پوهنتون څخه د سیاسي علومو او ماسټري یې د مدیریت په برخه کې د جرمني راهور له پوهنتون څخه تر لاسه کړي.
مېرمن سرابي، په ۲۰۱۳ کال کې بیاځلې اکاډمۍ ته مخه کړه، په دې ځل یې د فولبرایټ له لارې دویمه ماسټري د کارونې اقتصاد په برخه کې د امریکا متحده ایالتونو لوېدیځ مشیګان له پوهنتون څخه ترلاسه کړه.
ناهید سرابي، د مدني خدمتونو مسلکي کار په ۲۰۰۷ کال کې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې پیل کړ، چې په هغه کې یې د ولسمشرۍ ماڼۍ د مکتوبونو او تحقیقاتي پروګرامونو مسؤلیت په غاړه درلود.
نوموړې د سیمه ایز خپلواک حکومت (IDLG) لپاره د سلاکارې او د مشارکت همغږې کوونکي په صفت کار کاوه، چې د سیمه ایزې څارنې مسؤل استازې ده. مېرمن سرابي، د مالیې وزارت پالیسۍ معینیت د سلاکاري، په توګه د کارپوهانو له ډلې سره چې د افغانستان ستراتېژیکې پراختیا چوکاټ کې د پراختیا او څارنې چوکاټ لپاره، د افغانستان لپاره د سولي او پراختیا ملي چوکاټ (ANPDF) کې مرسته کړې ده.
هغې له ۲۰۱۰- ۲۰۱۳ کال پوري د افغانستان ملي پراختیا ستراتېژۍ (ANDS) د مدیرې په توګه دنده تر سره کړي ده. په کاري موده کې هغي وکولی شول د ملي پراختیا ستراتېژۍ په ریاست کې ۲۲ پروګرامونه تر سره کړي. د ملي پراختیا پروګرام سربېره، د نړیوال کنفرانس لپاره چې د افغانستان لپاره جوړېده مدیریت او پروګرام جوړونه وکړي.
همدارنګه د توکیو کنفرانس ۲۰۱۲ او بروکسل کنفرانس ۲۰۱۶ کې اصلي غړې وه. هغې د پالیسۍ مرستیال په دفتر کې د راپور د تجزیې او تحلیل او د څارنې د مدیرې په توګه خدمت کړی.

3- د مالیې وزارت اداري مرستیال عبدالحبیب ځدراڼ

ښاغلی عبدالحبیب ځدراڼ، په مدیریتي، مالي، حسابدارۍ، تدارکاتو او بانکدارۍ په چارو کې ښې تجربې لري او له تمویلوونکو سره پراخې اړیکې لري او په ورته وخت کې یې په دولتي ادارو، د تمویلوونکو له  ادارو او خصوصي سکټور سره دندې ترسره کړي دي. نوموړي د پاکستان پنجاب له پوهنتون څخه فارغ شوی او ماسټري یې له تخصص سره په مالي چارو کې ترلاسه کړې ده. نوموړی له دې وړاندي د افغانستان زیمنس شرکت سوداګرۍ مدیر، د دفتر رئیس او د نوي کابل ښار خپلواک بورډ د مالي او تدارکاتو رئیس په توګه، د دې ترڅنګ نورو شرکتونو او نړیوالو مؤسسو کې دندې ترسره کړې دي. داراز؛ نوموړی د مالیې وزارت د پراختیایي پروژو د رئیس او بودیجې لوی رئیس د ستر سلاکار په صفت په دندو بوخت وو.
ښاغلي ځدراڼ، د جاپان پراختیایي ادارې (جایکا) د یوه مخکښ سلاکار او د نوی کابل ښار پراختیا خپلواک بورډ ستر مالي مدیر په توګه خدمت کړی. هغه د پانګې او تمویلوونکو د ملاتړ جذبولو په موخه خپله اړونده اداره په ګڼو نړیوالو کنفرانسونو او سیمینارونو کې معرفي او له نړیوالو تمویلوونکو لکه (د پیسو نړیوال صندوق، نړیوال بانک، د جاپان نړیواله پراختیایي اداره، د اسیا پراختیایي بانک، د امریکا متحده ایالاتونو پراختیایي اداره، د کوریا د همکاریو پراختیایي اداره، د اسلامي پراختیای بانک...) سره یې تعامل وکړ. د افغانستان د حکومت په عامه مالي مدیریت کې د نوموړي تجربې د پاملرنې وړ دي.
نوموړی په ۱۳۹۵ کال کې د مالیې وزارت سترو مالیه ورکوونکو رئیس په توګه وټاکل شو او ورپسې د عوایدو لوی رئیس په صفت و ګمارل شو. ښاغلی ځدراڼ، اوس مهال اداري مرستیال او د امنیتي او دفاعي چارو د لګښتونو د سپما په برخه کې د مالیې وزیر ستر سلاکار په توګه دنده ترسره کوي.