د کابل نړیوال هوايي ډګر د ګمرک ریاست خبرتیا!
ولو هغو قدرمنو دولتي ادارو، کورنیو او بهرنیو مؤسسو، خصوصي شرکتونو او انفرادي اشخاصو ته، چي توکو ئې د 1401 کال تر پایه په یاد ګمرک کي شتون درلود، خبر ورکول کيږي، ترڅو د کابل نړیوال هوايي ډګر د ګمرک له ریاست څخه د خپلو توکو د تسلیمۍ او ګمرکي طی مراحلو په موخه د خبرتیا له خپراوي (1402 /4/31) څخه تر یوې میاشتي (1402 /5 /31) پوري مراجعه وکړي، د نه مراجعې په صورت کي ئې د ټاکل سوي مودې له بشپړېدو سره سم د توکو طی مراحل د ګمرکونو اصولو او مقرراتو ته په کتو بل پړاو ته سپارل کيږي.