د کابل ښار ککړې هوا د مخنیوي په موخه د چاپېریال ساتنې پلاوي ناسته وشوه

admin_mof
پنجشنبه ۱۳۹۸/۷/۴ - ۱۲:۶
خبر

د افغانستان اسلامي جمهوریت د کابینې د پرېکړې پر بنسټ د کابل ښار ککړې هوا د مخنیوي په موخه پلاوی وټاکل شو او د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، په مشرۍ د تلې میاشتې په ۳ مه نېټه یې لومړۍ ناسته د مالیې په وزارت کې وشوه.

په دې ناسته کې چې د ټرانسپورټ په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام سلاکار، د اداري اصلاحاتو خپلواک کمېسیون د تعیناتو بورډ رئیس، د چاپېریال ساتنې ادارې رئیس او د دې ادارې مرستیالانو ګډون کړی وو، د کابل ښار د هوا ککړېدو د مخنیوي پلان په ترتیبولو، د پالیسي جوړوونکي او یا اجرائیوي ادارې په توګه د چاپېریال ساتنې ادارې د دندو په څرنګوالي، د چاپېریال ساتنې په اداره کې د پراخو اصلاحاتو په پلي کولو، د کاري نوعیت په اساس د دې اداري تشکیل په ترتیب او نورو اړوندو مسایلو په تړاو خبرې او د نظرونو تبادله وشوه.  

د چاپېریال ساتنې رئیس وړاندیز وکړ، چې د چاپېریال ساتنې اداره دي پالیسي جوړوونکي وي نه اجرائیوي، د مالیې وزارت سرپرست وویل، چې په لومړي سر کې باید د چاپېریال ساتنې کاري ساحه تعریف او بیا یې په اساس د کړنو د کړنلارې په څرنګوالې پرېکړه وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۴ - ۱۶:۳۲
Background image

د علمي، کلتوري او بشري پانګې عالي شورای تخنیکي ناسته وشوه

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، په مشرۍ د تلې میاشتې په ۲۳ مه نېټه د علمي، فرهنګي او بشري پانګې عالي شورای. . .

چهارشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۴ - ۱۶:۲۱
Background image

د مالیې وزارت ویاند: د افغانستان اقتصادي ځان بسیاینې سند ملي پایدارې ودې ته د رسیدو او د افغانستان د خلکو هوساینې لپاره دی

د مالیې وزارت ویاند او د اړیکو او عامه پوهاوي رئیس ښاغلي شمروزخان مسجدي، د تلې میاشتې په ۲۳ مه نېټه د مالیې وزارت د لاسته لاوړنو او فعالیتونو څخه د اطلاع رسونې او د سوداګرو، د خصوصي. . .

چهارشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۴ - ۱۱:۴۶
Background image

مالیې وزارت سرپرست په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره په اقتصادي موضوعاتو خبرې وکړې

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د تلې میاشتې په ۲۳ مه نېټه په کابل کې د ترکمنستان له سفیر ښاغلي اویزوف خواجه. . .

BACK TO NEWS