د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د مرستو لیست

 له کرونا سره د مبارزې په برخه کې د پراختیایې همکارانو د مرستو لیست

شمېره مرسته کوونکی  مجموعي مبلغ په میلیون دالر د ملي بودیجې له لارې  له بودیجې څخه بهر حالت  تشریحات 
1 نړیوال بانک 100.4 100.4   تائید شوې له کرونا سره د مبارزې لپاره ټول ټال 100.4 میلیونه امریکایي ډالره دي، دغه پروژه په ۲۰۱۹ کال د اپرېل په ۲ مه نېټه د نړیوال بانک له لوري منظور شوې وه او دغه پروژه د مالیې وزارت له لوري د غیر اختیاري بودیجې له لارې پلي او دغه پروژه د هیواد په کچه ده. 
2 نړیوال بانک 8.9 8.86   د پروسس په حال کې نړیوال بانک کرونا ځپلو هیوادونو ته له خپلو بېړنیو منابعو مرسته ورکوي، نړیوال بانک په دې تړاو د ۲۰۲۰ مۍ میاشتې په ۱۲ مه نېټه د مالیې او عامې روغتیا وزارتونه وپوهول. دواړو وزارتونه له نړیوال بانک سره په ګډه د دې پروژې په پلي کولو کار کوي او دغه سرچینې به یوازي له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې وکارول شي.
3 د اسیا پراختیایې بانک 4.0 40   تائید شوې د اسیا پراختیایي بانک له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې ځینې بستې منظوري او دغه بېړنۍ منابع د افغانستان حکومت په غوښتنه منظور شوې، ټوله مرسته یې ۴۰ میلیونه امریکایي ډالره ده. د غیر اختیاري بودیجې له لارې د عامې روغتیا وزارت له خوا پلي کېږي او د هیواد (۳۴) ولایتونه د دې پروژې تر پوښښ لاندي دي.
4 اروپایې ټولنه 167.5 71.7 95.8 د پروسس په حال کې اروپایي ټولنې د 146.7 میلیونه یورو په ارزښت حمایتي بسته چې په هغه کې 83.9 میلیونه یورو له بودیجې بهر او62.8 میلیونه یورو د ملي بودیجې له لارې لګول کېږي منظور کړه. دغه حمایتي بستې د اوسنیو مرستو او اضافی بودیجې بیاکتنه ده.
5 جاپان 8.7 0 8.7 تائید شوې د جاپان هیواد له خوا د کرونا ویروس ځپلو په موخه 8.71 میلیونه امریکایي ډالره حمایوي بسته منظور شوه او له ملي بودیجې بهر د نړیوالو بنسټونو له خوا پلي کېږي. 
6 د متحده ایالتونو نړیواله پراختیایې اداره 18.4   18.42 تائید شوې د امریکا متحده ایالتونو پراختیایي اداره د کرونا ځپلو په موخه حمایوي بسته د نړیوالې روغتیا ادارې له لارې پلي کوي.
7  غوڅ ملاتړ (RS) 15.5   15 د پروسس په حال کې د غوڅ ملاتړ ماموریت د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو سره د مصرفي توکو حمایوي بسته چمتو کړه.
8 کاناډا 1.2 1.2   تائید شوې کاناډا هیواد د افغانستان بشردوستانه مرستو وجهي صندوق له لارې مالي مرسته وکړه.
9 عربي متحده امارات 3.0   3 تائید شوې عربي متحده ایالاتو د عامې روغتیا له وزارت سره د تشخیصه کېټونو مرسته وکړه 
10 ترکیه 00 0 0 تائید شوې ترکیې هیواد د عامې روغتیا له وزارت سره د طبي توکو مرسته وکړه
11 د ایران اسلامي جمهوریت 00   0 تائید شوې د ایران اسلامي جمهوریت د عامې روغتیا له وزارت سره د طبي توکو مرسته وکړه
12 قطر 1.3 1.3   تائید شوې قطر هیواد د عامې روغتیا له وزارت سره د طبي توکو مرسته وکړه
13 ایتالیا  0.0   0.005 تائید شوې ایټالیا هیواد د کرونا ویروس ځپلو په موخه له ایران سره په پوله د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره په هرات ولایت کې کلینیک جوړ کړ.
14 د کوریا جمهوریت 3.0   3 تائید شوې ایټالیا هیواد د کرونا ویروس ځپلو په موخه له ایران سره په پوله د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره په هرات ولایت کې کلینیک جوړ کړ.
15 روسیه  0.0     تائید شوې روسیې هیواد د ۲۰۲۰ کال جون میاشتې په ۲ مه نېټه د عامې روغیتا له وزارت سره د تشخیصه کېټونو مرسته وکړه
16 استرالیا   1.0 1 تائید شوې اسټرالیا هیواد  د کرونا ویروس ځپلو په موخه ملي پولیسو ته د دندې پرمهال حمایوي بستې پلي کړي دي.
17 د اسلامي پراختیا بانک 0.3   0.3 تائید شوې د اسلامي پراختیا بانک د عامې روغتیا له وزارت سره تشخیصه کیټونو مرسته کړي.
18 هند 43.6   43.6 تائید شوې هندوستان له افغانستان سره د کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې ۷۵ زره متریک ټن غنم او د طبي ادوې مرسته وکړه
19 چین  1.0   1 تائید شوې چین هیواد له کرونا سره د مبارزې په موخه تشخیصه کیټونه، خوارکي توکي لابراتواري ماشینونه او داسي نورو توکو مرسته کړي.
20 انګستان 0.4   0.417 تائید شوې انګلستان هیواد له کرونا سره د مبارزې په موخه د UNDP په همکارۍ د کرونا د ګواښونو او ارقامو مدیریت په برخه  کې مرسته کړي.
21 ډنمارک  0.4   0.391 تائید شوې ډنمارک هیواد د کرونا وبا سره د مبارزې په موخه، له عدلیې وزارت، سترې محکمې او لوی څارنوالۍ سره مرسته وکړه او دغه مرسته له بودیجې بهر د UNDP په همکارۍ وه.
22 سویس 4.2   4.2275058 تائید شوې سویس هیواد له کرونا سره د مبارزې لپاره 4.2 میلیونه سویسي فرانکه مرسته وکړه او دغه مرسته د خوړو خوندیتوب لپاره پلي کېږي.
23 استرالیا (د بهرنیو او سوداګریزو چارو وزارت DFAT) 0.0   0.01 تائید شوې د اسټرالیا هیواد د بهرنیو چارو او سوداګرۍ ادارې له ایران او پاکستان څخه د بېرته راستنېدونکو لپاره څلور کلینیکونه جوړ کړل.
24 د ښوونې لپاره نړیوال مشارکت 15.0   15 د پروسس په حال کې نړیوال تعلیمي مشارکت له کرونا سره د مبارزې او تعلیمي سیستم فعال ساتلو لپاره د پوهنې له وزارت سره د ۱۵ میلیونه امریکایي ډالرو مرسته وکړه او ددا پروژې د دې وزارت له لوري پلي کېږي.
25 نړیواله پراختیایې ډله 0.0     تائید شوې د انګلستان پراخیایي ادارې کندهار، نیمروز او هرات ولایتونو ته د ۳ سیارو طبي ډلو مرسته وکړه.
26 نړیوال روغتیایې سازمان 11.5   11.53 تائید شوې د امریکا متحده ایالتونو، انګلستان، اروپایي ټولنې او د UNDP ادارې، او د واکسین نړیوال مشارکت له کرونا سره د مبارزې په موخه د نړیوالې روغتیا د ادارې لپاره مالي ملاتړ برابر کړ. 
27 یونسف  2.3 2.3   تائید شوې د یونسف ادارې د وړتیا لوړولو او طبي توکو په برخه کې د عامې روغتیا له وزارت سره همکاري وکړه.
28 مرکزي بیړني غبرګون صندوق (CERF) 2.1   2.1 تائید شوې له بېړنیو حالاتو سره د مبارزې مرکز صندوق کندهار، نیمروز او هرات ولایتونو ته ۳ سیار طبي ټیمونه واستول.
29 UNFPA (د ملګرو ملتونو د جمعیت صندوق) 0.0   0.019 تائید شوې د واکسین نړیوال مشارکت له عامې روغتیا وزارت سره د تشخیصه کیټونو او طبي توکو مرسته وکړه.
30 ICESCO (  د اسلامي نړۍ ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان 0.0   0.009 تائید شوې د اسلامي نړۍ ښوونیز، کلتوري او علمي نړیوال بنسټ د عامې روغتیا له وزارت سره د تشخیصه کیټونو او محافظتي توکو مرسته وکړه.
31 کورنۍ بودیجه UNDP 2.5   2.45 تائید شوې د UNDP ادارې د عامې روغتیا له وزارت سره د تشخیصه کیټونو مرسته وکړه
32 بهرنۍ بودیجه UNDP 13.3   13.3 تائید شوې د UNDP ادارې له بودیجې بهر د کرونا ویروس ځپلو په موخه د کورنیو چارو وزارت د روغتیا ریاست له لاري له ملي پولیسو سره مرسته وکړه.

 

وروستی خبرتیاوينور دلته

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .