د کسب کارانو او هتۍ والو د ملاتړ په خاطر مشورتي غونډه ترسره سوه

admin_mof
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۴ - ۱۲:۲۲
خبر

د مالیې وزارت له لوري  د کسب کارانو او د دوکاندارانو څخه د ملاتړ په  پار مشورتي غونډه د مالیې وزارت  په خیبر هال (صالون) کي ترسره سوه.

 په دغه غونډه کي، چې د قرآن عظیم الشان د سپېڅلیو ایاتونو په تلاوت پیل سوه، د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج ملا محمد ناصر اخند، د عوایدو لوی رئیس معراج محمد معراج، د کسب کارانو او هټۍ والو د خونې رئیس نورالحق عمري او یو شمېر کسب کارانو او دوکاندارانو ګډون کړی وو.

په دغه مشورتي غونډه کي  د عوایدو د راټولولو په برخه کي  د یو منظم سیستم پر جوړولو او د غیر رسمي  اقتصاد څخه رسمي اقتصاد ته په راګرځېدلو هر اړخیز بحث وسو او همدا راز د کسب کارانو ستونزي، نظرونه او وړاندیزونه واورېدل سول او د حل پر لارو چارو خبري وسوې.

خبر

د یادونې وړ ده، چي کسب کارانو او هټۍ والو د  مالیاتو د راټولو په برخه کي له اسلامي امارت سره د پوره همکارۍ  ژمنه وکړه او غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۴
Background image

د کورنۍ پلټني لوی رئیس او ورسره مل پلاوي یو شمېر لوېدیځو ولایتونو ته سفر وکړ

د غويي۵مه۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی رئیس ملا عصمت الله منیب په مشرۍ یوه پلاوي د چارو د ارزوني او د پلټني سپارښتنو د تطبیق د تعقیبولو په موخه د هرات، فراه او نیمروز. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۳۱
Background image

د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه ناسته وسوه

د غویي۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه، د چارو ادارې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې او د مالیې وزارت د استازو په ګډون د دې. . .

BACK TO NEWS